د سند اعلا وزیر: مرکزي حکومت راسره په اېن اېف سي او ترقیاتي منصوبو کې امتیازي چلند کوي

د خزانې وزیر شوكت ترین پارلېمنټ د نوی بجټ د پېښ کولو په وخت. مرکزي حکومت سږ کال د ٩٠٠ اربه روپو د ترقياتي بجټ او په دې کې د صوبو برخه ٢٧ فيصدي د زياتوولو دعوه کوي

د سند اعلى وزير مراد علي شاه ویلي مرکزي حکومت یې صوبې سره د اېن ايف سي او ترقياتي پروژو په اړه د توپيري چلند نه کار اخلي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په کراچى کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت مراد علي شاه د مرکزي حکومت په ضد دغه الزامات تکرار کړل.

هغه وویل مالياتي کال پاى ته رسي خو له اوس هم د مالياتي کميشن پريکړو د لاندې د صوبى په مرکز باندى ١٤٤ اربه روپى ورپورې دي.

مرکزي حکومت سږ کال د ٩٠٠ اربه روپو د ترقياتي بجټ او په دې کې د صوبو برخه ٢٧ فيصدي د زياتوولو دعوه کوي خو دې ته غبرګون کې په مرکز کى مخالفه او سند کې واکمن پيپلز ګوند اعلى وزير مراد شاه تور لګوي مرکزي حکومت راتلونکى بجټ کى د دوی د صوبې لپاره د يوې منصوي مظوري نه ده ورکړې

دغه څير مرکزي حکومت مالياتي بجټ سپارښتنو کى د صوبو او مرکز تر منځ د حکومت قابل تقسيم آمدن د ويش لپاره جوړ قامي مالياتي کمېشن د لارى صوبو ته ٣٤ کهربه روپى جاري کوولو اعلان کړيدى چى پکي يواځى د پنجاب صوبى برخه ١٦ کهربه ٩٠ ارب روپى جوړيګي

پاکستان کى آخري مالياتي کميشن ايوارډ کال ٢٠١٠ کى منظور شوى و چې پکې د مرکز برخه ٤٢٠٥ او د صوبو ٥٧٠٥ فيصدي ايښودل شوې

۔ کال ٢٠١٠ فارمولى د لاندې د وسايلو ويش ٨٢ فيصدي د آبادى ٢٠٥ فيصدي د محصوليات د راغونډولو او ١٠ فيصدي د غربت په اساس کوولى شي

کمېشن د خزانى مرکزي وزير په مشرۍ کې غونډه کوي او د صوبو د اعلى وزيرانو سره د صوبو خزانى وزيران هم پکې کښېني.

د کمېشن لپاره د بلوچستان صوبى تکنيکي استاذي او اقتصاد پوها قيصر بنګالي د اين ايف سي د لاندې ورکړې کېدوني ١٣ کهربه روپى د صوبى د محرومو

د مخنيوى لپاره د نپشت برابر وبللې.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وايي کال ۱۹۵۵ کال ٢٠١٤ پورى يواځى ګيس په مد کى د صوبى په مرکز باندى ٧ کهربه روپى جوړيږي ځکه دوی ګڼي چې مرکزي حکومت دى دبلوچستان معاشي بنسټ د بحالۍ لپاره ځانګړى معاشي پېکج اعلان کړي

مرکزى حکومت راتلونکى کال لپاره اين ايف سي د لارى د خېبرپختونخواه لپاره ٥ کهربه ٥٩ اربه اعلان کړيدي

وړاندى نه پختون ملت پاله ګوندونه په مرکز باندى د اېن اېف سي د لاندى د صوبى د حقونو شوکوولو تورونه لګوي

دوی دعوه کوي يواځي د ای جي اين قاضي کال ١٩٩١ کمېشن د فامولې لاندې د صوبى په مرکز باندى په سوونو اربه روپى ورپورى دي خو مرکز ېې نه ورکوي

د خېبرپښتونخوا حکومت وياند کامران بنګش د اېن اېف سي د لاندى صوبى ته ملاويدونکى رقم باندى د وي او ای ډيوه پښتنو ته ځواب ورکوولو نه ډډه کړيده

بل اړخ ته د اطلاعات مرکزي وزير فواد چودهري د سنده اعلى وزير مراد علي شاه تورونه رد کړيدي

۔ هم کراچى کى ميډيا سره خبرو په وخت فواد چودهري ويلي د مرکز لخوا صوباي حکومت ته ورکړى شوى ٧٥٠ اربه روپو څه درک نه لګي چى صوباي حکومت دا چېرته لګولي دي.