پاکستان : دسيلاب ځپلو شميره 80ؤ لکو ته رسيدلې

پاکستان : دسيلاب ځپلو شميره 80ؤ لکو ته رسيدلې

راپورونه وائي په پاکستان کې داوسنيو بارانونو له امله لږ ترلږه 8 ملينه خلک اغيزمن شوي دي.

دسرچينو ترمخه سږ کال تر ټولو اغيزمنه صوبه سندهـ کې دسختو سيلابونو له امله تر دې مهاله خواؤشا 352 کسان وژل شوي هم دي.

دپاکستان صدر اصف علي زرداري کاروباري طبقې څخه غوښتنه کړې چې په امدادي هلو ځلو کې برخه واخلي.

داوبو او بجلۍ وفاقي وزير راجه پرويز اشرف او دسندهـ داطلاعاتو وزير شرجيل ميمن حکومتي امدادي هلې ځلې ستائيلي دي، خو سينيټ دناکافي هڅو له امله په حکومت نيوکه کړې او وائي چې په اغيزمنو سيمو کې اين جي اوز هم نۀ دي ليدل شوي.

په عين حال کې سندهـ کې دسيلابونو له امله 7.9 ملينه ايکړه ځمکه اغيزمن شوې چې په نتيجه کې يې گڼ شمير فصلونه تباه شوي.

دپاکستان دافتونو دمخنيوي ملي ادارې اين ډي ايم اى ترمخه دسيلاب له امله دسندهـ ټولې 23 ضلعې اغيزمنې شوي چې پکې 31,960 کلي هم شامل دي.

دسيلابي اوبو له امله د80,000 څخه زيات څاروي مړۀ شوي او يا اوبو وړي، او دکيلو، قجورو، مرچکو وغيره پشان په 2.8 ملينه ايکړه رقبه ولاړ فصلونه تباه شوي يا اغيزمن شوي دي.

دسيلاب له امله 539,899 کورونه تباه شوي او نورو 848,412 کورونو ته په جزوي توگه زيان رسيدلى.

پاکستان کې دتير کال دجولا ئي په مياشت کې دراغلو سيلابونو له امله هم اندازتاً تر 2,000ؤ پورې کسان وژل شوي او 20 نور اغيزمن شوي وؤ.