په سنده کې د مهاجر صوبې غوښتنه او د سیاسي پارټو دریځ

د متحده قامي موومنټ پخوانو غړو لخوا په سنده کې د مهاجر صوبې جوړیدو په مطالبه په سنده کې د واکمنه پېپلز پارټۍ او د صوبی قام پرسته گوندونو لخوا سخت غبرگون ښودل شوی دی.
متحده قامي موومنټ وایي دوي دد دغه غړو لخوا د ځان له صوبې د غوښتنو مرسته نه کوی خو مني د محرومو احساس موجود دی او دغه قسمه مطالبه غېر فطري نه ده.

هم په دې موضوع د ډیوه ریډیو خپرونه هېلو وي او اې کې د عوامي نېشنل پارټۍ سنده صوبی مشر سېنټر شاهي سېد د متحده قامي موومنټ د لندن مطبوعاتی څانگې مشر مصطفې عزیز ابادي د سنده د اطلاعاتو وزیرې شازیه مري د قام پرسته گوند عوامي تحریک صدر ایاز لطیف پلېجو، د انگریزی ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون مدیر نوید حسین او ازاد خبریال ضیا الرحمن مېلمانه او رحمان بونیري کوربه ؤ.
دغه خپرونه تاسو هم اوریدې شۍ.