کراچۍ : پوليس او رينجرو سره نښته کې ٦ وسله وال وژل شوي

وژل شوو کې کسانو کې د تحريک طالبان پاکستان کراچۍ کې د مومندو ايجنسۍ امير عبدالرحمان ، دهغه نائب امير عارف ، عبدالغني او صديق شامل دي

د سي ائې ډي پوليسو مشر چودري اسلم ويلي وژل شوو ترهگرو کې د تحريک طالبان پاکستان کراچۍ کې د مومندو ايجنسۍ امير عبدالرحمان ، دهغه نائب امير عارف ، عبدالغني او صديق شامل دي

کراچۍ کې د پوليس او رينجر چارواکو دعوه کړي ده چې په دوه بېلابيلو نښتو کې يې د غیرقانونه گرځول شوؤ ډلو شپږ مشکوک ترهگر وژلي دي . د سي ائي ډي پوليسو مشر چودري اسلم مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي دي . تېره شپه ورته خبروشو چې د بلوچستان نه د حب ريور روډ د لارې کراچۍ ته وسله راروانه ده . نوموړي ويلي دي چې کله پوليس په حب ريور روډ يو گاډي ته د ودرېدلو اشاره اوکړه ، نو گاډي کې ناستو وسله والو پوليسو باندې ډزې پېل کړي . او بيا پوليس سره په مقابله کې څلور وسله وال وژل شو. هغه ويل وژل شوو کسانو کې د تحريک طالبان پاکستان کراچۍ کې د مومندو ايجنسۍ امير عبدالرحمان ، دهغه نائب امير عارف ، عبدالغني او صديق شامل دي . چودري اسلم زياته کړې ده د ترهگرو نه يې په غټه کچه چاؤديدونکې بارودي مواد او وسله ترلاسه کړي ده . او دوۍ په کراچۍ کې د انتخاباتو په مهال د عوامي نيشنل گوند او اېم کيواېم په غړو باندي ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې ککړ دي . هغه دا هم ويلي وژل شوؤ وسله والو په کورنگۍ کې د عوامي نيشنل گوند د امېدوار صادق زمان خټک د وژنې سره يو شمېر نور سياسي غړي په هدف کړي دي .

بل لورته د رينجرو ترجمان ويلي دي . پوليسو سره يې په گډه د منگوپير په سيمه کې د نهې او شورو په منځنۍ شپه کې عمليات کړي دي او هلته هم دغیرقانونه گرځول شوې ډلي ترهگرو په رېنجر او پوليسو باندې ډزې کړي دي . په دغه نښته کې د غیرقانونه گرځول شوې ډلې دوه ترهگر وژل شوي دي .

پوليس چارواکو ويلي ښار کې د وران کارو پرضد روانو هدفي عملياتو کې يې د بېلابيلو علاقونه ۴۴ کسان نيولي دي . چې پکې هدفي وژونکي او بهته خور شامل دي .

هلته بيا د وکيل نعمت علي رنداوا په وژنه کې تورن د اېم کيواېم ډلې نيول شوی غړی کاظم عباس رضوي د ترهگرۍ د مخنيوي په عدالت کې وړاندي کړی شوی دی . عدالت نيول شوی ملزم پوليسو ته د ۱۴ورځو په جسماني ريمانډ ورکړی دی . تيره ورځ د کراچۍ د پوليسو مشر شاهد حيات مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو کاظم عباس رضوي چې د اېم کيو اېم ډلې د ۱۷۸ يونټ غړی دی او پوليسو د گذري سيمې نه نيولی دی . هغه منلي ده چې د درې نورو ملگروسره په گډه يې د خبريال ولي خان بابر د وژني کېس چلوؤنکی وکيل نعمت علي رنداوا وژلی دی . شاهد حيات ويلي ، نيول شوي ملزم د اته نورو کسانو د وژنې اعتراف هم کړی دی .