په واشنګټن او ګڼو نورو ښارونو د واورو سپین څادر غوړېدلی

USA-WEATHER/

د امریکا په سرښار واشنګټن، او نیویارک، بالټيمور، فېلاډلفیا، مېشېګن سېټي او یو شمېر ایالتونو کې د دریو نه تر څلور انچو پورې د واورې طوفان ورځنی ژوند کنډم کړی دی.

د بېلابېلو ایالتونو چارواکو مطبوعاتو ته د یخنۍ او واورو د لاسه په تېرو څو ورځو کې د مړو شوو خلکو ټوله شمېره تر 58 پورې ښيي. په ډېرو ځایونو کې لارې بندې او د ګاډو موټرو تګ راتګ رنګی وو او ځېنو ځایونو کې جهازونه د 39 دقیقو (منټونو) پورې ځنډېدلي وو.

Your browser doesn’t support HTML5

د وي او ای خبریال وکیل خان د واوارې په اړه ریل تیار کړی دی


ځايي ایالتي حکومتونو او د سکولونو (ښونځیو) اداري چارواکو د واورې د طوفان له امله د تېر ګل/دوشنبې او جمعې په ورځ ځېني دفترونه او سکولونه تړلي وو. مرکزي یا فېډرل حکومت هم د ګل په ورځ په واشنګټن ډي سي کې دفترونه تړلي وو.

مېشېګن سېټي او انډیانا ایالت کې د 17 انچو پورې واورې شوې دي. په واشنګټن، نیویارک او بالټيمور کې د اټکل نه زیاته واوره شوې. د یادو ښارونو ته نزدې کلیوالو برخو کې د شپږو انچو پورې واورې شوې دي.

SEE ALSO: منزه شهید په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای دفتر مخې ته د واورې حال بیانوي


امریکايي مېډیا وايي د یخنۍ اوسنۍ چپې د 100 ملینو نه زیات امریکایان اغېزمن کړي. د جمعې د ورځې واورې بحر اوقیانوس ته نزدې او شمال ختیز ته پراتو 12 ایالتونو—د کنیټیکټ، ماساچوسېټس، نیو هېمشر، او نیو یارک نه تر وېسټ ورجېنیا پورې شوې دي.

نیوجرسي، وېسټ ورجېنیا او د امریکا لویدیځ کې په اورېګان ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی، په يادو ایالتونو کې په ځینو ځایونو کې بجلي هم قطع شوې ده. او نیویارک، فېلاډلفیا او کلېولېنډ کې د سفر په اړه خبرداري ورکړل شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د وي او ای خبریال فضل الله د نیویارک نه دا وډیو شریک کړی


د واورې له امله د ژوند چارې مانده شوي دي خو کورنۍ او ماشومان د کورونو مخو ته د واورې سپین څادر نه خوندونه هم اخلي. په واورو کې ګرځېدل، د لوړې نه ښکته ښوېدل او د کورونو مخې ته د سنو مېن (د واورې سړی) جوړول د اکثرو کورنیو او ماشومانو تر ټولو د خوښې مشغولتیا ګڼل کېږي .

Your browser doesn’t support HTML5

ځینو خلکو په کورونو کې خاص خوراکونه تیار کړي وو او د موسم نه خوند اخیستلو

په واورو کې ډېرې کورنۍ تر کور پورې پاتې کېږي. او اکثره فلمونه، یا د دې ورځو د فټبال سیالۍ ګوري، چا د ناستې ځایونو کې اورونه بل کړي وي او څوک د ډېرو خوړو لپاره پلمې لټوي.