د صومالیه په سرښار کې په هوټل د الشباب حمله، ٢ کسان وژل شوي

عیني شاهدینو وي او ای ته وویل د صومالیه امنیتي ځواکونو د هوټل چارچاپیره علاقه په خپله ولکه کې واخیسته او هوټل د حمله کونکو نه د خالي دپاره يي کاروايي شورو کړه

د صومالیه په سرښار موغادیشو کې د یو لوې هوټل بهر د موټر بم چاودیدو په نتیجه کې رپورټونه وايي لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. الشباب د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده.

د عیني شاهدینو ترمخه، د بم چاودنې ورسته مسلح حمله کونکې د موغادیشو په مرکز کې پروت هوټل امبیسیډر ته ور دننوتل.

عیني شاهدینو وي او ای ته وویل د صومالیه امنیتي ځواکونو د هوټل چارچاپیره علاقه په خپله ولکه کې واخیسته او هوټل د حمله کونکو نه د خالي دپاره يي کاروايي شورو کړه.

ایسوسي ایټډ پریس خبرې اداره وايي حمله کې دوه کسان وژل شوې دي او دا چې حمله د اخیري رپورټونو د راتلو پورې جاري وه.

رپورټونه وايي حمله په داسې مهال شورو شوه چې یو ځان وژونکې د هوټل په دروازه موټر بم چاودنه وکړه او نورو پیاده مسلح کسانو ودانۍ ته د ننوتلو کوښښ پیل کړو.

په موغادیشو کې د حملې نه څو گنټې وړاندې چارواکو د الشباب د یو کمانډر د وژنې دعوه وکړه. د مامورینو د وینا ترمخه د الشباب د امنیت څانگې مشر محمد محمود وژل شوی دی. ویل کیږي محمد محمود تیر کال په گریسا یونیورسټي کالج کینیا کې د قتل عام مشري کړې وه. په دغه حمله کې ١۴٨ کسان وژل شوې وو چې زیاتره طالب علمان وو.

د محمد محمود چې د دولییدین په نوم هم یادیږي د وژل کیدو په اړه متضاد رپورټونه راغلې دي.یو صوماليایي چارواکې د نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي امریکايي هیلې کاپټرو یو مټر په مرایلو ویشتلو. په موټر کې محمد محمود او یو بل کس سور و. خو یو بل چارواکې ویلي وسله وال د صومالیه د کمانډو هغه دستې وژلې چې تربیه يي امریکائی ځواکونو کړې ده.