د موگادیشو بم چاودنه کې د وژل شوو تنانو شمیره د ٢٣٠ نه زیاته شوي ده

د صومالیه صدر عبدالله هي فارماجو ویلي په بم چاودنه کې د بې گناه خلکو په وژل کیدو به درې ورځې ماتم کولی شي او په دې مهال به قامي بیرغ به نیم کښو ځوړندوي

د صومالیه سرښار موگادیشو کې د ټرک بم چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمیره د ٢٣٠ نه زیاته شوي ده. ددې خبرې تصدیق د صومالیه د پارلیمنټ نایب سپیکر ابشیرمحمد احمد وایس اف امریکا ته کړی دی.

د صومالیه صدر عبدالله هي فارماجو ویلي په بم چاودنه کې د بې گناه خلکو په وژل کیدو به د دریو ورځو پورې ماتم کولی شي او په دې مهال به قامي بېرغ نیم کښو ځوړندوي.

د خالي، شنبې، په ورځ شوي بم چاودنه کې د ٢٠٠ نه زیات کسان زخمیان شوي هم دي چې پکې د وایس اف امریکا یو خبریال هم شامل دی.

Your browser doesn’t support HTML5

د موگادیشو د بم چاودنې ځای وډیو منظر

د بم چاودنې ذمه واري لا کومې ډلې نه ده اخېستي خو ددې نه وړاندې الشباب وسله والې ډلې د دا رنگه حملو پړه منلې ده. د القاعده سره تړلي الشباب د صومالیه حکومت رانسکورول او په هیواد کې د خپلې خوښې نظام پرځای کول غواړي.

امریکې او ملگرو ملتونو په موگادیشو کې د بم چاودنې غندنه کړي ده او په دې کې خلکو په وژل کیدو د خفگان څرگندونه کړي ده.

د بم چاودنې په زخمیانو د وي او ای صومالي څانگې خبریال عبدالقادر محمد عبدلي هم شامل دی. د هغه میرمن ویلي عبدلي په سر او لاس زخمي شوی دی.