صومالیه کې تښتول شوې کسان ازاد کړی شوې

صومالیه کې د الشباب وسله واله ډله هم فعاله ده چې امریکائي چارواکې وائي د القاعده سره تړون لري

د امریکې صدر باراک اوباما د هیواد د خصوصي ځواکونو د هاغه ډلې ستائنه کړې ده چې صومالیه کې يي د عملیاتو په مهال درې میاشتې وړاندې تښتول شوې خارجي امدادي کارکونکې آزاد کړې دي.

د شورو په ورځ یو بیان کې، براک اوباما د امدادي کارکونکو میرمن جیسیکا بیکینن، چې تعلق يي د امریکې سره دی، او د پال هیگن تیسټډ، چې تعلق يي د ډنمارک سره دی، د ازادولو د پاره د امریکنې ځواکونو د کاروائي ستائنه اوکړه. امدادي کارکونکې د شورو په ورځ د نور خاته نه څو ساعته وړاندې ازاد کړی شوې دي.

بیکینن او تیسټډ د ډنمارک د یوې غیر حکومتي ادارې د پاره کارکولو چې په مزکه کې ښخ کړی شوې ماینونه او چاؤدیدونکې مواد ‍صفا کوي. دغه اداره په افریقا او منځني ختیز کې په امدادي کار کې مصروفه ده. امدادي کارونکې په اکتوبر په میاشت کې د صومالیه په گلکایو ښار تښتول شوې وو.

چارواکې وائي د امدادي کارونکو د ازادولو د پاره کاروائي کې امریکائي عسکري هیلې کاپټرو هم برخه اخستې وه او د تیاره په پرده کې دا کاروائي ترسره شوې وه. چارواکې وائي د کاروائي په مهال د وسله والو سره نښته کې ٩ وسله وال وژلی شوې هم دي.

د نهې په شپه د کانگرس مشترکه غونډې ته د وینا نه وړاندې د دفاع وزیر لیون پنیټه د کاروائي په کامیابۍ مبارکي ورکړه. لیون پنیټه ته د مبارکۍ د صدر براک اوباما دغه ټکې د ټیلې ویژن مائیکرو فونو راونیول.

چارواکې وائي صومالیه کې زیاتره د مجرمانو ډلې او سمندري ډاکوان د پیسو د پاره د خلکو په تښتولو کې لاس لري.