د 2024م کال د ادبیاتو نوبل جایزه د جنوبي کوریا لیکوالې هان کانګ ته ورکړل شوه. دې لیکوالې ته تر دې وړاندې پر خپل ادبي کار باندې په خپل هېواد کې او نړیوال ایوارډونه ورکړل شوي دي.
د نوبل انعام ورکوونکې د سویډن رایل اکېډمي په خپل یو بیان کې ویلي چې هان کانګ ته دا جایزه د هغې "د زیات شاعرانه نثر" له کبله ورکول کیږي چې تاریخي صدمې او د انساني ژوند باریکۍ یې په جذباتي ډول پکې انځور کړې دي.
هان کانګ د 1970م کال د نومبر پر 27مه کې د جنوبي کوریا په ګوانګجو ښار کې زېږېدلې او په نهه کلنۍ کې د هېواد مرکزي ښار سیول ته کډه شوې ده. د هغې پلار هان سونګ وان هم ناول لیکوال دی.
د سویډن اکېډمۍ د نوبل کمېټې مستقل سیکرټري مېټس مالم په مرکزي ښار سټاکهولم کې دا جایزه اعلان کړه. هان د اېشیا او د جنوبي کوریا لومړۍ لیکواله ده چې دا جایزه ورکړل شوه.
د سویډن اکېډمۍ د نوبل کمېټۍ مشر اینډرس اولسن په یوه بیان کې ویلي، "هغه [هان] د بدن او روح، د ژوندي او مړي تر منځ د اړیکو په اړه بېسارې پوهه لري، او هغه په خپل شاعرانه او تجرباتي اسلوب کې په معاصر نثر کې نوښت یا جدت راوستونکې ده" .
53 کلنې هان په 2016م کال کې پر خپل کتاب "دي وېجیټېرین" باندې د انټرنېشنل بُکر پرایز په نوم نړیواله جایزه وګټله، دا د هغې یو پرېشانوونکی ناول دی چې پکې یوه ښځه د غوښې خوړل پرېږدي او د دې خطرناکې نتیجې را ووځي.
د هغې بل ناول "هیومن ایکټس" باندې هم په 2018م کال کې د انټرنېشنل بُکر پرایز نړیواله جایزه وګټله.
هان کانګ له لیکوالۍ سره سره له موسیقۍ سره هم ژوره مینه لري ځکه خو د هغې په ادبي کارونو کې د موسیقۍ اغېز لیدل کېږي.
هان په 1993م کال کې د شاعرې په توګه په ادبي نړۍ کې قدم کښېښو او دوه کاله وروسته يې د خپلو لنډو کيسو یا افسانو ټولګه خپره کړه.
په ادبیاتو کې د نوبل جایزې ورکول په 1901م کال کې پیل شوي او له هغه راهیسې په تېرو 123 کلونو کې تر اوسه پورې د ادبیاتو په برخه کې 117 ځله 121 کسانو ته د هغوی پر ادبي کارونو دغه نړیواله جایزه ورکړل شوې ده.
د ادبیاتو پر نوبل جایزه له اوږدې مودې راهیسې نیوکې کېږي چې وایي دا د یورپ او شمالي امریکې هغو لیکوالانو ته زیاته ورکول کېږي چې د لیکلو اسلوب یا سبک یې پېچلی خو نثر یې ساده دی.
اعتراض کوونکي وایي د نوبل ادبي جایزه هم د نارینه وو تر واک لاندې ده، چې پکې تر دې دمه په 119 ګټونکو کې یواځې 17 ښځو ته دا جایزه ورکړل شوې ده. وروستۍ ښځه چې دا جایزه یې په 2022م کې ګټلې وه د فرانس لیکواله ایني ارنو وه.
د لیکوالې هان کانګ بېلابېل کتابونه.
د نوبل د سږ کال د جایزو ورکول د اکتوبر پر اوومه پیل شو او لومړی د طب په څانګه کې دوو امریکايي ساینسپوهانو ویکټر ایمبروس او ګیري روکون ته د جین په نظم کې د مایکرو ار این اېَ د رول د دریافت کولو له کبله ورکړل شوه.
د اکتوبر پر اتمه د فزکس د نوبل جایزه د امریکې او کېنېډا دوو ساینسپوهانو جان هاپفیلډ او جېفري هېنټن ته ورکړل شوه. دوی د ماشین زده کړو بنیادي ډانچه جوړه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا (ارټیفیشل انټیليجنس) په تحقیق کې یې مرسته وکړه.
د اکتوبر پر نهمه د کېمیسټري په څانګه کې د نوبل جایزه درو ساینسپوهانو ډېویډ بېکر، جان جمپر او ډېمس هسبیس ته جایزه ورکړل شوه چې یو برتانوی او دوه امریکایان دي. دوی د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د پروټینونو د رازونو د کشفولو په برخه کې یې کار کړی دی.
د نوبل د امن جایزه به د اکتوبر پر 11مه د جمعې په ورځ او د اقتصاد په برخه کې دا نړیواله جایزه به د اکتوبر پر 14مه اعلانېږي.
په دې جایزه کې ګټونکي ته یو میلین ډالر نغد ورکول کېږي، دا نړیوال ایوارډ د سویډني ایجاد کوونکي، کېمیاپوه او تجار الفریډ نوبل په غوښتنه د هغه له مړینې وروسته په 1901م کال کې پیل شوی وو او هغه په خپل وصیت کې د دې جایزې لپاره پیسې پرېیښې وې.