سپېن: طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو پر سر د انصاف نړیوال عدالت ته حاضر کړل شي

سپېن وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د پراخو او دوامداره سرغړونو د ختمولو لپاره د انصاف نړیوال عدالت ته د طالبانو حاضرول ضروري دي او وایي د دې لپاره د یو شمېر هیوادونو د ترسره شویو اقداماتو ملاتړ کوي.

د سپېن د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په 13مه په یوه اعلامیه کې لیکلي، د یورپي اتحاد او همکارۍ لپاره ددې هیواد د بهرنیوچارو وزیرخوزه مېنویل الواریس په مېډرید کې کانفرنس ته ویلي، هیواد یې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو خوندیتوب او ملاتړ ته ژمن دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونکو د معافیت ختمولو او د ترسره شویو جرمونو خلاف له هغوی سره حساب وشي.

ښاغلي مېنویل الواریس ویلي سپېن دا ګڼي چې نړیوال عدالت ته د طالبانو حساب ورکول په افغانستان کې د پراخو او د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو د پای ته رسیدلو لپاره ضروري دي.

د سپېن د بهرنیو چارو وزیر ویلي، سپېن له البانیا، چیلي، فینلېنډ، لګزمبرګ او مراکش سره یو ځای د طالبانو خلاف د حساب ورکولو د اقدام ملاتړ کړی او وایي د اسټرېلیا، کېنېډا، جرمني او د هالېنډ شاهي حکومت په دې اړه په رسمي ډول عملي ګامونه پورته کړي دي:

"په دغه اقدام کې په افغانستان کې د ښځو خلاف د هرډول توپیري چلند د ختمولو لپاره د کنونشن د سرغړونو د مخنیوي غږ شوی، افغانستان دغه کنونشن منلی او ددغه کنونشن د 29مې مادې له مخې کیدای شي د یو هیواد خلاف د انصاف په نړیوال عدالت کې اقدام وشي".

د سپېن د بهرنیو چارو وزارت په داعلامیه کې ویلي، دا یو ورځنی کانفرنس یې د ښځو د حقونو له نړیوالو تنظیمونو سره په ګډه جوړ کړی وو چې د افغان مېرمنو په استازیتوب په بهر کې میشتو 50 افغان مېرمنو پکې ګډون کړی وو.

له دې سره سره د افغانستان لپاره د یو شمېر هیوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو، د ملګرو ملتونو ادارو او د ښځو او بشري حقونو د نړیوالو ادارو استازو هم په دغه کانفرنس کې برخه اخیستې وه.

د سپېن د بهرنیو چارو وزارت په 2022م کال کې د "موږ واورئ" تر عنوان لاندې له افغانستانه بهر د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره یو اقدام پیل کړی دی چې مقصد یې په بهر کې د میشتو افغان مېرمنو له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو په خوندي ډول د طالبانو کړنې راسپړل او افشا کول ښودل شوي دي.

سپېن په تېره نومبر میاشت کې له چیلي، کوسټوریکا، فرانس، لګزمبرګ او مېکسیکو سره یو ځای په افغانستان کې د ناسم بشري حالت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حالت پر لا خرابیدو ژوره اندیښنه ښودلې وه.

دغو هېوادونو په ګډون د جرمونو د نړیوال عدالت د څارنوال یا پارسیکیوټر کریم خان دفتر ته په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو د طالبانو د سرغړونو په تړاو د پلټنو لپاره یو فایل سپارلی وو.

د هالېنډ د هاګ په ښار کې د جرمونو د نړیوال عدالت (ای سي سي) د څارنوال دفتر د نومبر په 29مه په یوه اعلامیه کې د ټولو هغو کسانو مننه کړه وه چې په دغو پلټنو کې یې له عدالت سره مرسته کړې ده.

پراسیکیوټر کریم خان ویلي، دفتر یې ددغه فایل ترلاسه کول تاییدوي او وایي دا دفتر د افغانستان د حالاتو په اړه په فعال ډول خپلو پلټنو ته دوام ورکړی چې پکې هغه جرمونه شامل دي چې له وړاندې یې شپږو هیوادونو په درخواست کې دعوه کړې وه.

طالبانو په 2021م کال د اګست په پینځلسمه په افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.

1,185 ورځې کیږي چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې او 725 ورځې کیږي چې په پوهنتونونو یې د نجونو تعلیم منع کړی دی او په تېره نومبر میاشت کې یې د ښځو پر طبي تعلیم هم بندیز ولګاوه.

طالبانو د ملګرو ملتونو په ګډون په سرکاري او غیرسرکاري ادارو کې هم ښځې له کار کولو منع کړې او په عام ژوند کې یې پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي.

ملګرو ملتونو د طالبانو دا اقدامات له جنسي اپارټایډ یا جنسیتي توپیر سره برابر بللې او له طالبانو یې ددغو اقداماتو د پای ته رسېدو غوښتنې کړي دي.

خو د طالبانو حکومت د نړیوالو غوښتنو د منلو پر ځای په اګست کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي اخلاقي قانون په عملي کولو سره د ښځو او نجونو خلاف محدودیتونه لا پراخ کړل.