کرکټ: د سږکال ټي-ټونټي سیالیو کپ اسټرېلیا وګاټه

د اسټرېلیا کرکټ ټیم نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په ډوبی کې د نیوزیلېنډ ټیم ته په فاینل لوبه کې ماتې ورکړه او د ۲۰۲۱ کال د ټي ټونټي لوبو کپ یې وګاټه. اسټرېلیا پخوا په پنځوس آوره لوبو کې نړېوال کپونه ګټلي و، خو تر اوسه یې د ټي ټونټي نړېوال کپ نه و ګټلی.

په نننۍ فاینل لوبه کې چې د ډوبی په کرکټ سټدیم کې جوړه شوې وه، اسټرېلیا په اتو (۸) وېکیټو نیوزیلېنډ ته ماتې ورکړه.

په سر کې اسټرېلیا ټاس وګاټه او فیصله یې وکړه چې دوی به اول فیلډېنګ کوي.

په لومړي اېننګ کې نیوزیلېنډ خپل شل آوره پوره کړل، او د څلورو وېکېټو په سوځېدو سره یې، یو سلو دوه اویا رنزونه جوړ کړل او اسټرېلیا ته یې د یو سل و دري اویا (۱۷۳) هدف وټاکه. په دې کې د نیوزیلېنډ کپټن کېن ویلیامسن تر ټولو زیاتې، یعنې پنځه اتیا (۸۵) منډې وکړې خو آخره کې کېچ آوټ شو.

د کرکټ شل آوره یا ټي ټونټي کپ لوبو کې چې د ۲۰۰۷ کال راهیسي پیل شوي، دا اول ځل و چې نیوزیلېنډ فاینل ته وتلی و. مګر اسټرېلیا د دې نه وړاندې هم په ۲۰۱۰ نړېوال کپ کې فاینل ته وتلی و خو هغه وخت اېنګلېنډ ماته ورکړې وه او کپ یې ورنه ګټلی و.

د فاینل نه وړاندې، نیوزیلېنډ د سږکال ورلډ کپ لوبو کې صرف د پاکستان په وړاندې یوه ماتې خوړلې وه، او اسټرېلیا هم پخپل ګروپ کې یوازې اېنګلېنډ نه ماتې خوړلې وه او نورې ټولې یې ګټلې وې.

د نیوزيلېنډ ټیم کپټن کېن ویلیامسن د دې لوبې نه مخکې ویلي و چې د سږ کال ورلډ کپ لوبو کې فاینل سټېج ته رسېدل، د هغه د ټیم د سختو کوششونو نتیجه ده.

د ټي-ټونټي ورلډ کپ آینده لوبې به په کال ۲۰۲۲ کې په اسټرېلیا کې وي.