سټېټ ډپارټمنټ وايي افغان طالبانو سره د پخواني امریکايي حکومت امن معاهدې نیمګرتیا لرلې

د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د افغانستان دپاره د هغه وخت د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي چارو مشر ملا عبدالغني بردار اخوند د سولې په معاهده دستخطونه وکړل

د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت ویلي د افغانستان طالبانو سره د امریکې د پخواني حکومت امن معاهدې نیمګرتیا لرلې او په نتیجه کې يې طالبان مضبوط او زړه ور شوي وو.

سټېټ ډپارټمنټ دغه خبرې د ګل، دوشنبې، په یو بیان کې وکړې.

سټېټ ډپارټمنټ د کانګرس د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوزد ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت لاندې د خارجه چارو د کمېټۍ د رپورټ ته په جواب کې خپل بیان جاري کړو. د کانګرس کمېټۍ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په سرد صدر جوبایډن په حکومت تنقید کړی و.

د ريپبلېکن پارټۍ د اکثریت دلاندې د کانګرس د خارجه چارو د کمېټۍ خپل رپورټ د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع کړو. رپورټ د صدر بایډن حکومت په دې غلطۍ ګرموي چې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راوېستلو د فېصلې د امکاني اثراتو د مخنیوي په لړ کې يې ګامونه نه وو پورته کړي.

رپورټ وايي د بایډن حکومت دا خبرداری هم د پامه غورځولی و چې طالبانو د امریکايي چارواکو د توقعاتو نه په زیاته چټکتیا د افغانستان ښارونه نیول.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا بهیر پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۲۰ کې طالبانو سره د امن معاهدې نه شروع کړی و.

د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل بیان کې سټېټ ډپارټمنټ طالبانو سره د سولې لوظنامه د نیمګړتیا ډکه وبلله.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د صدارت چوکۍ د سمبالولو وروسته بایډن داسې معاهده په وراثت کې ترلاسه کړه چې د هغه پېش رو لاس لیک کړې وه او هغه وخت او اوس هم د نیمګرتیا نه ډکه ده او د افغانانو په خپل منځو کې خبرو دلارې د سولې مخه یې نېولې او طالبان يې بیا قوي کړي او زړه ور کړي وو.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په مهال د کابل هوايي اډې سره نږدې د داعش په ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او تر ۱۷۰ پورې افغانان ووژل شوو.

سټېټ ډپارټمنټ وویل د معاهدې دلاندې پخوانۍ امریکايي انتظاميي د هغه وخت افغان حکومت مجبور کړی و چې د ګڼ شمېر کمانډارانو په شمول ۵۰۰۰ طالب قېدیان ازاد کړي.

د هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز د خارجي چارو د کمېټۍ د ریپبلېکن پارټۍ غړو خپل رپورټ د دریو کالو د تحقیقاتو نه وروسته شایع کړو. په رپورټ کې دا الزامات هم شامل دي چې د صدر بایډن حکومت د امنیت په اړه مناسب انتظامات نه وو ځای په ځای کړي چې ترمخه يې د انخلا عمل په محفوظ ډول سر ته رسېدلی وی.

د کمېټۍ مشر مایکل مېکال وویل د امریکايي حکومت سره دا معلومات وو او دا موقع وه چې د افغان حکومت د ناګزیر نسکورېدو د دپاره يې ضروري ګامونه پورته کړی چې دا ډول امریکايي چارواکي، امریکايي شهریان، ګرین کارډ لروونکي او افغان اتحادیان په محفوظه توګه د افغانستان نه راوېستل شوی وی.

د دې نه مخکې په تحقیقاتو کې د امریکې مختلف حکومتونو افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په لړ کې نیوکې شوې دي چې په کې د ۲۰۲۳ د امریکې د حکومت خپل رپورټ هم شامل دی چې په کې د بایډن او هم د ټرمپ په حکومتونو تنقیدونه شوي دي، او وېل شوي امریکايي حکومتونو افغانستان نه د انخلا عمل د دې باوجود په وړاندې بوتلو چې طالبانو د کال ۲۰۲۰ د معاهدې بندي لوظونه مات کړي وو.