د امریکې خارجه وزارت د تایوان د دفاع په اړه د صدر بایډن د بیان نه په شا شوی

د جاپان د دورې په مهال صدر بایډن نه د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوکیو کې په یو خبري کانفرنس کې پوښتنه وشوه چې که ضرورت شو نو تایوان د دفاع دپاره به ایا امریکا پوځي مداخلت کوي نو هغه وویل چې "یس،" هو

د امریکي صدر جوبایډن او د هېواد خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، د تایوان د دفاع په اړه د صدر بایډن د سخت بیان نه په شا شوی او ویلي يې دي چې د تایوان په اړه د امریکې په تګلاره کې څه بدلون نه دی شوی.

د وي او اې د رپورټ ترمخه د صدر بایډن دې خبرې ته چې په تایوان د چین د حملې په صورت کې به امریکا په پوځي کچه د تایوان دفاع کوي، چین سخت غبرګون څرګند کړی و.

د جاپان د دورې په مهال صدر بایډن نه د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوکیو کې په یو خبري کانفرنس کې پوښتنه وشوه چې که ضرورت شو نو تایوان د دفاع دپاره به ایا امریکا پوځي مداخلت کوي نو هغه وویل چې "یس،" هو.

د وي او اې رپورټ وايي امریکايي صدران په عمومي توګه په پوځي ډول تایوان د دفاع په اړه پوښتنو ته کره ځواب نه وايي او نه څه لوظ کوي چې د کال ۱۹۷۹ د تایوان ريلېشنز یا تایوان سره د تعلقاتو د قانون سره سمون خوري.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس "زمونږ ون چاینا پالسي (تګلاره) او د تایوان په تنګي کې امن او ثبات ته زمونږ ژمنه په خپل ځای ده."
هغه دا خبره تکرار کړه چې د خپلې دفاع دپاره به امریکا د تایوان پوځي ضرورتونه پوره کوي.

نېډ پرایس وویل د دې نه وړاندې او اوس په موجوده وخت کې تایوان په اړه هم دغه د امريکې تګلاره ده.

وایټ هاوس تېر کال هم د تایوان په اړه د صدر بایډن د دغه شان خبرو نه په شا شوی و.

د دې باوجود چې چیانګ کای شېک د موزي دنګ د کمیونسټ انقلاب نه د ماتې خوړلو وروسته د تایوان جزېرې ته پسپايي وکړه او د هغه وخت راهسې چین او تایوان جدا جدا حکومتونه لري، بېجنګ وايي تایوان د چین برخه ده

تایوان د خپل بېرغ لاندې د راوستلو دپاره چین د طاقت د استعمالولو لاره نه ردوي.

امریکا په حکومتي کچه د تایوان سره سفارتي تعلقات نه لري خو په تایوان وسله خرڅوي او په بحرالکاهل کې یې بحري بېړۍ ځای په ځای کړې ده.

د جاپان وزیراعظم فومو کېشېدا سره په ټوکیو کې مشترکه خبري کانفرنس ته صدر بایډن وویل چین دا حق نه لري چې د طاقت په استعمال تایوان ونېسي.

د تایوان دریځ

تایوان د صدر بایډن د خبرو هرکلی کړی دی.

د تایوان د خارجه چارو وزارت وویل د تایوان حکومت به تایوان د ازادۍ، جمهوریت او سلامتیا دپاره ودرېږي.
وزارت وویل د تایوان تنګي امنیت د تحفظ دپاره به تایوان د امریکې، جاپان او د نورو هم نظرو ملکونو سره همکاري زیاتوي.

د چین عکس العمل

په بېجینګ کې د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېن بېن ویل حکومت یې د تایوان په اړه د صدر بایډن د خبرو سخت مخالفت کوي او د خپلې دفاع دپاره به ګامونه اخلي.

هغه وویل تایوان د چین داخلي مسله ده چې د هغه په قول خارجي مداخلت پکې ځای نه لري.

وانګ په بيجنګ کې د معمول خبري غونډې ته وویل په امریکا غږ کوي چې په تایوان تنګي کې امن او د امریکې او چین اړیکو ته نقصان رسولو نه دې ډډه وکړي. هغه زیاته کړه چين به د خپلې خودمختارۍ او سلامتیا د تحفظ دپاره ګامونه اخلي.

بایډن یوازې نه دی

د وي او اې د رپورټ ترمخه تایوان سره امریکا د سټرېټیجېک اېمبېګیوټي یا د قصداً ابهام په بنیاد تعلقات لري، یعني واشنګټن د تایوان سره سفارتي اړيکې خو نه لري خو بیا یې هم ملګری دی او وسلې هم ورکوي.

د رپورټ ترمخه، د دغه ابهام باوجود جوبایډن د امریکې لومړی صدر نه دی چې تایوان په اړه یې په غیر مبهم انداز کې خبره وکړه.

پخواني صدر جورج ډبلیو بش هم په کال ۲۰۰۱ کې د بایډن په شان پوښتنې راپورته کړې وې.

د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې بش نه پوښتنه وشوه چې ایا په تایوان د چین د حملې په صورت کې امریکا د تایوان د دفاع ذمه واري لري، نو هغه وویل "هو مونږ لروو... او چین باید په دې پوه وي."

وانګ، د چین د خارجه وزارت ترجمان، وویل د امریکې د پېچیده داخلي سیاست او د نورو عواملو له امله دا اندازه لګول په مشکل وي چې ایا امریکا به تایوان ته ځواکونه لېږي هم او که نا؟