سولېون: بایډن په اینده هفتو کې شي سره خبرو ته سترګې په لار دی

سولېون چین ته د درې ورځنۍ دورې په اخېره کې شي سره ملاقات وکړو. د دې نه مخکې هغه د چین خارجه وزیر وانګ يي او د نورو لوړ رتبه چینايي مامورینو سره خبرې اترې وکړې

د وایټ هاوس د قومي سلامتیا مشیر جېک سولېون د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په بیجېنګ کې د چین صدر شي جېن پينګ سره ملاقات کې چینايي صدر ته وویل د امریکې صدر جوبایډن په "اینده هفتو" کې شي سره خبرو ته سترګې په لاره دی.

سولېون چین ته د درې ورځنۍ دورې په اخېره کې شي سره ملاقات وکړو. د دې نه مخکې هغه د چین خارجه وزیر وانګ يي او د نورو لوړ رتبه چینايي مامورینو سره خبرې اترې وکړې. د کال ۲۰۱۶ نه وروسته سولېون د امریکې د قومي سلامتیا وړمبی مشیر دی چې د چین دوره یې وکړه.

سولېون په داسې وخت د بيجېنګ دوره وکړه چې چین د امریکې اتحادي ملکونو جاپان او د فېلېپينز سره په امنیتي شخړو کې بوخت دی.

شی سره د بيجېنګ په ګرېټ هال او دي پیپل یا د ولس لوی تالار کې د ملاقات په‌‌‌‌ وخت سولېون چینايي صدر په مخاطب کولو وویل صدر بایډن سترګې په لار دی چې په اینده هفتو کې د هغه سره ښکلیتیا ولري.

سولېون وویل صدر بایډن ژمن دی چې چین سره تعلق په ذمه وارانه ډول په وړاندې بوځي، دا یقیني کړي چې د امریکې او د چین مقابله شخړې او ټکر ته وا نه وړي او مشترکه مفاداتو په همکاري وکړي.

د چین د سرکاري مطبوعاتو ترمخه صدر شي سولېون ته وویل د لویو بدلونونو باوجود چین او امریکا ښه تعلقات لرلی شي.

شي وویل امریکې سره د باثباته، صحت مند او پایدار تعلقاتو په اړه د چین په هدف کې څه تبدیلي نه ده شوې. د چین په دې هدف کې څه تبدیلي نه ده شوې.

سولېون او د وانګ د شورو، چهارشنبې،‌ په ورځ ملاقات کې د بایډن او شي د ممکنه ملاقات په اړه خبرې وکړې.

دواړو چارواکو په سمندري سیمو کې د چین په زیاتېدونکو فعالیتونو هم اختلافات څرګند کړل.

د زیارت، پنجشنبې، په سحر،‌ سولېون د چین د پوځ لوړ رتبه چارواکي زانګ یوزیا سره ملاقات کې د ټایوان او د دواړو ملکونو ترمنځ د اختلافاتو په نورو مسلو خبرې وکړې.

زانګ سره د خبرو په ابتدا کې سولېون وویل داسې موقعې ډېرې کمې وي چې دواړه ملکونه په کې په داسې ډول موضوعاتو د خیالاتو تبادله کوي.

واشنګټن وویل سولېون په ساوت چاینا سي یا د جنوبي چین په سمندر کې د سمندري جهازونو په ازادۍ د حرکت او په ټایوان سټرېټ یا د ټایوان په سمندري ټنګي کې د ثبات په اهمیت هم ټینګار وکړو.

زانګ د دې په جواب کې وویل چې د امریکې او چین په تعلقاتو کې ټایوان وړمبۍ سره کرښه ده چې امریکې ترې نه شي تېرېدلی.

د چین د دفاع وزارت د بیان ترمخه، زانګ وویل چین د ټایوان په تنګي کې امن او ثبات ته همېشه ژمن پاتې شوی دی. خو هغه زیاته کړه چې د ټایوان ازادي او د ټایوان په تنګي کې امن او ثبات د یو بل سره سمون نه خوري.

د بیان ترمخه، زانګ غوښتنه وکړه چې امریکا دې د ټایوان سره پوځي امداد او د ټایوان په اړه غلطې بیانيي خورول بند کړي. هغه زیاته کړه چې پکار ده چې امریکايي او چینايي پوځي چارواکي د یو بل سره مواصلاتي رابطې زیاتې کړي.

په ټایوان کې د صدر لای چېنګ تی په اقتدار کې د راتګ راهسې چین په دوامداره توګه د ټایوان په اړه سخت بیانونه ورکوي. د ټایوان د صدر پارټي د ټایوان د چین د جدا شناخت حمایت کوي.

د وایټ هاوس د بیان ترمخه، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ملاقات کې سولېون د روس دفاعي صنعت سره د چین په ملاتړ هم د تشویش اظهار وکړو. بيجېنګ دا خبره ردوي.

د وایټ هاوس ترمخه‌ سولېون د دې خبرې په ضرورت هم ټینګار وکړو چې په انټرنېټ د غلط فهمۍ او تاوتریخوالي د زیاتېدو نه دې ډډه وکړی شي. سولېون په غزه کې د ډز بندۍ او د یرغمالانو د ازادولو دپاره د کوښښونو ذکر هم وکړو.