د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پولیو ځنډېدلې کېمپېن بیا شروع شو

مستونګ کې د خراب موسم او بارانونو له امله د پولیو ضد کېمپېن تېره میاشت ځنډول شوی و

د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د پوليو يا ګوزڼ ضد ځنډول شوی څلور ورځنی کېمپين بېرته پيل شوی، چې پرانيسته يې د مستونګ مرستيال کمشنر محمد الياس کبزيي وکړه .

د خراب موسم او بارانونو له امله په مستونګ کې د پولیو ضد کېمپېن تېره میاشت ځنډول شوی و. په سیمه کې د موجوده کېمپين په مهال به پنځه دېرش زره ماشومانو وته د پوليو ضد قطرې ورکول کېږي.

د مستونګ مرستيال کمشنر محمد الياس کبزيي د کېمپين پرمهال رسنيو ته ويلي، پوليو يا ګوزڼ يوه خطرناکه ناروغي ده، چې په ګوزڼ اخته شوی ماشوم د ټول عمر لپاره معذوره کوي. د ناروغۍ د مخنيوي په لړ کې ديني عالمان بايد خپل رول ولوبوي

د نوموړي په خبره دوی هڅه کوي، چې د کېمپين په ترڅ کې په ضلع کې يو ماشوم هم له څاڅکو ورکولو پاتي نه شي. د انکاري خلکو د اماده کولو لپاره به د سيمه يزه خلکو مرسته په کار اچول کېږي، چې د ضلع هر ماشوم ته څاڅکي ورسېږي.

د مستونګ په شمول د بلوچستان په پېنځرلسو ضلعو کې د جنورۍ مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې د کال لومړی د ګوزڼ ضد کېمپين سرته رسېدلی و، خو د کوټې او کراچۍ پر لويه لاره پرته په مستونګ سيمه کې د خراب موسم او پرله پسې بارانونو له امله په ضلع کې کېمپين د څو ورځو لپاره ځنډول شوی و چې اوس سرته رسېږي.

مستونګ د بلوچستان يوه له ناامنه سيمو ده، خو د سيمې امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليو ګرځنده ټيمونو ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکول شوی او د پوليس او لېويز په شمول د سرحدي ملېشو سرتېري هم د ګرځنده روغتيايي ټيمونو څارنه کوي

په بلوچستان کې په تېر يو کال کې د ګوزڼ مثبت پېښه نه ده ثبت شوې، خو د تېرکال په جنورۍ مياشت کې افغان پولې ته څېرمه په کلاعبدالله سيمه کې د اته ويشت مياشتو ماشوم په ګوزڼ اخته شوی و.

د صوبې د روغتيا چارواکي وايي، چې که په راتلونکو دوو کلونو کې په پاکستان کې د پوليو مثبت کېس مخته رانه شي، پاکستان به پوليو فري هيواد ګرځول کېږي. خو البته په هيواد کې به د پوليو ضد د څاڅکو ورکولو کار ته دوام ورکول کېږي

په بلوچستان کې ديني عالمان او د مدني ټولنې فعالان هم د روغتيايي ټيمونو سره بشپړه همکاري کوي، او خلکو د ګوزڼ په اړه پوهاوی ورکوي. چې په نتيجه کې يې د پوليو له څاڅکو د انکاري خلکو شمېره په بلوچستان کې له څوارلس زره اوس اته زره ته راټيټه شوې ده.