د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سوات سيمه کې د پوځ او وسله والو ترمينځ نښته شوې ، چې پکې درې وسله وال وژل شوي دي .
د سرچينو ترمخه د اتوار په ورځ سحر د سوات د چارباغ تحصيل په کنډک منگلتان علاقه کې د سيکيورټي فورسز او وسله ترمينځ دغه نښته شوې ده .
راپورونه وايي ، تېره شپه په دغې علاقه کې وسله والو د ځايي امن کميټۍ يو غړي محمد ايوب باندې حمله کړې وه ، او هغه پکې وژل شوی ؤ . او د دغې پېښې وروستو امنيتي ځواکونو په علاقه کې د پلټنې عمليات پېل کړي ؤ .
سرچيني د چارواکو د قوله وايي ، نن سحرپه علاقه کې د عملياتو په مهال د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمينځ شوې ، او درې وسله وال پکې وژل شوي دي . د وژل شوؤ وسله والو پېژندگلو نه ده شوې .
په سوات کې له دې وړاندې هم د امن کميټو غړي وژل شوي ، او په ورستيو کې په هدفي وژنو کې هم زياتوالی مخې ته راغلی دی . د دې ترڅنگ د پوځ لخوا په سيمه کې د پلټنې عمليات هم سېوا شوي دي .