شام کې بمي چاودنه ۳۵ کسان وژلي.

د شام الباب ښار ته څیرمه په موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شویدي. دغه چاودنه د الباب ښار د سوسیان نومې کلي کې د مخالفینو په یوې امنیتي پوسته باندې شویده.

په چاودنه کې د مخالفینو سرتیري او ګڼ ملکي وګړي شامل دي. د چاودنې په ځای کې خلک په یوه امنیتي دفتر کې سره راټول شوي وه چې الباب ته د بیرته تګ اجازه ترلاسه کړي.

په الباب کې د تیرو څو میاشتو راهیسې درنې جګړې روانې وې. ترکي ځواکونه له یاغیانو سره یوځای د پنجشنبې په ورځ دغه ښار ته وروسته له هاغې ورننوتل چې د داعش وسلوال ترې ووتل.

د ترکیې د دفاع وزیر فیکري ایسیک ترکي رسنیو ته د خبرو پرمهال وویل چې د الباب ښار تقریبا په بشپړه توګه ددوي تر ولکې لاندې دی.

امنیتي ځواکونه وایې چې په ښار کې ډیر ماینونه ځای پرځای شویدي او دوی یې دامهال د پاکولو چارې پیل کړیدي.

په ترکیه کې یو پوځي کارپوه میتیهن دیمیر وایې کیدای شي د داعش یوشمیر وسلوال د ملکي وګړو ترمنځ پټ شوي وي. دی وايې باید امنیتي ځواکونه په پوره احتیاط سره پرمخ ولاړ شي او ښایې یوه اونۍ نور وخت هم ونیسي ترڅو د الباب ښار په سمه توګه پاک شي.

اخوا په عراق کې هم د داعش په وړاندې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې عراقي ځواکونو د لاسته راوړنو خبر ورکوي.عراقي ځواکونو د امریکا په ملاتړ د موصل ښار هغه هوایې ډګر نیولی دی چې د ۲۰۱۴م کال راهیسې د داعش په ولقه کې وه.

عراقي ځواکونه دا هم وایي چې هوایي ډګر ته نژدې یې یو پوځي مرکز هم له داعش څخه بیرته نیولی دی.