روس او چین په شام کې د کیمیاېي وسلو د پلټنو غږ کړی

د امریکا او ملګرو ملتونو ورستو روس او چین په منځني ختیز کې په خپل اتحادي ملک شام باندی غږ کړی چې د ملګرو ملتونو څیړنکارانو سره مرسته اوکړي او هغوي ته اجازه ورکړي چې د هغه تورونو پلټنې اوکړي چې واېي د صدر اسد حکومت ځواکونو پایه تخت دمشق سره نزدي په مخالفینو کیمیاېي وسله استعمال کړی.
د روس خارجه وزارت یو بیان کې ویل شوي د روس خارجه وزیر سرګۍ لارووف د جمعی په ورځ د امریکی خارجه وزیر جان کېري سره د ټیلې فون د لاری خبرو اترو په وخت پدی راضي شوي چې د شام حکومت مخالفینو د دعوو دې بی طرفه پلټنې اوکړی شي.
د چین خارجه وزارت هم د جمعی په ورځ د ملګرو ملتونو لخوا د پلټنو د غږ حمایت کړی دی. د وزارت ویاند حکومتي خبری ایجنسۍ ته ویلي چین د کیمیاېي وسلو د استعمال په سخته مخالفت کوي. که دغه استعمال د هری ډلې لخوا وي.
امریکا په ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې په شام کې د زهرجنو ګیسونو د استعمال د رپورټونو پلټنې دی اوکړي. د امریکا صدر بارک اوباما د شام دغه خبرونو د اندیښنو ډک بللي او زیاته کړی ېي پدغې اړه چارواکي معلومات راغونډوي.
د شام په اړه د ملګرو ملتونو د کډوالو اداری په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي په شام کې د جنګ د لاسه په کډه مجبوره شوي ماشومانو شمیره لسو لکو ته رسیدلی ده. او په دغه هیواد کې لا هم ۲۰ لکه نور ماشومان په کډه مجبوره دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو اداری یا یو اېن ایچ سي آر ویلي د شام نه کډه کونکو کورنۍ سره د خپلو ماشومانو په لبنان، ترکي، اعراق او مصر نه علاوه شمالي افریقه او اروپا کې خپل ځانونه محفوظه ګنړي.