د شام پوځ ویلي د اسرایل په هوايي حمله کې يې دوه عسکر ژوبل شوي دي

د تېرو څو کلونو راهسې اسرایل وخت په وخت د شام په پوځي پوسټونو حملې کوي او دا په شام کې د هغو ځواکونو خلاف جوابي حملې بلي چې ایران يې ملاتړ کوي

د شام د دفاع وزارت ویلي د هېواد په پوځي پوستو د ګل، دوشنبې په شپه د اسرایل په هوايي حمله کې د شام دوه عسکر زخمیان شوي دي.

د وزارت ترمخه د "اسرايلي دښمن" حملې د شام په مشرقي دیرالزور صوبه کې د نیمې شپې نه لږ وخت مخکې وشوې.

اسرایلي پوځ د حملې په اړه څه نه دي ویلي.

د تېرو څو کلونو راهسې اسرایل وخت په وخت د شام په پوځي پوسټونو حملې کوي او دا په شام کې د هغو ځواکونو خلاف جوابي حملې بلي چې ایران يې ملاتړ کوي.

په شام کې د عرب سپرلي نومې جمهوریت پلوه تحریک او په هېواد کې د خانه جنګۍ د شروع کېدو نه پس هغه ځواکونه چې ایران يې ملاتړ کوي د بشر الاسد د حکومت په شا ودرېږي.

د شام په ۱۲ کلنه خانه جنګۍ کې د 500,000 نه زیات کسان وژل شوي او په مېلینونو خلک په خپلو کورونو پرېښودو مجبور شوي دي. د شام په کړکېچ کې ایران او روس هم ښکېل شوي دي.