د افغانستان واکمنو طالبانو د انصاف چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د دوو ښځو په شمول په ۱۲ کسانو د جنسي فعل، لواطت، کور نه د تښتېدو او د ناجایزو تعلقاتو په الزاماتو مقدمې وشوې او جرمونو د ثابتېدو وروسته ورته دا هفته په عامه ځایونو کې د دورو سزاګانې ورکړی شوې.
د طالبانو د حکومت سپریم کورټ یا سترې محکمې وویل دغه سزاګانې په خوست او په پروان ولایتونو کې ورکړی شوي دي او د عدليي چارواکو، انتظامي مامورینو او عامو خلکو يې کتنه وکړه.
سزا شوي کسان ۳۹ دورې ووهل شو او د اتو میاشتو نه واخلې تر دریو کلونو پورې د قېد سزاګانې هم ورکړی شوې. سپریم کورټ وویل مبینه مجرمانو ته سزاګانې ولایتي عدالتونو اورولې وې او د منظورۍ وروسته عملي کړی شوې.
د سپریم کورټ د معلوماتو ترمځه ۳۵ کسانو ته دا میاشت په عامه ځایونو کې د دورو سزاګانې ورکړی شوي دي.
deewa
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې په سلګونو ښخو او سړو ته د سټېډیمونو په شان په عامه ځایونو کې د دورو سزاګانې ورکړی شوي دي. طالبانو شپږو کسانو ته د قصاص د قانون دلاندې په عامه ځایونو کې د مرګ سزاګانې هم ورکړي دي.
ملګري ملتونه او د انساني حقونو نړیوالو تنظیمونه دا ډول سزاګانې د انساني حقونو په اړه د افغانستان د ذمه واریو خلاف بللي او غوښتنه کوي چې دا عمل دې ودرول شي.
افغان طالبان د خپل عدالتي نظام او په عمومي توګه د خپل حکومت د تګلارو دفاع کوي، وايي دا د شریعت په بنیاد جوړ کړی شوی دی.
طالبانو د جینکو په تعلیم، د ښځو په کار روزګار او په ټولنیز ژوند کې په شرکت پابندي لګولې ده. د طالبانو د واکمنۍ لاندې به ښځې حجاب اغوندي او د محرم نه بغېر سفر نه شي کولی.
ښځو سره د سلوک او د انساني حقونو د صورتحال په سر تراوسه یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. چین او متحده عرب اماراتو د طالبانو سفیران تسلیم کړي دي خو په کابل کې يې د طالبانو حکومت لا نه دی منلی.