د افغانستان د واکمن طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي په تېر یو کال کې یې د غېر اسلامي کارونو په ضد ګامونو په لړ کې يې د موسیقۍ ۲۱۰۰۰ الات قبضه کړي او تباه کړي دي.
د وزارت چارواکو دا خبره په کابل کې د تېر یو کال د خپلې کارکردګۍ په اړه د خبري کانفرنس په موقع وکړه. د دې نه یوه ورځ وړاندې طالب چارواکو په پروان ولایت کې د موسيقۍ سلګونه الات وسوځول.
د ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سيمې په اوسېدونکو غږ وکړو چې په ودونو او نورو دستورو کې دې د موسیقۍ الات نه استعمالوي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت چارواکو دعوه وکړه چې د معاشرې د اصلاح دپاره په قومي کچه اقداماتو کې طالبانو د زرګونو په شمېره کې "غېر اخلاقي" فلمونه تباه کړل او ګڼ شمېر نور يې په شخصي کمپیوټرو د استعمال نه بند کړل. طالب چارواکو د فلمونو د نوعیت په اړه څه خبره و نه کړه.
وزارت وویل په افغانستان کې د اواز، د تصویرې او د پرنټ میډیا په مد کې ۹۰ فیصد اصلاحات په کامیابۍ عملي کړل. د مطبوعاتو د ازادۍ فعالان وايي په ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د میډیا او معلوماتو ته د لاس رسي مخه نیولې او د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت يې بیا فعال کړی دی.
طالبانو مطبوعاتو دپاره سختې ضابطې اعلان کړي چې ترمخه یې د ټېلې وېژن ښځینه کوربني او مېلمنې به مخونه پټوي، په رېډیو او د ټېلې وېژن په ډرامو کې کار نه شي کولی.
د ګل، دوشنبې، په ورځ مطبوعاتو د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي له قوله وویل طالبان عزم لري چې شریعت نافذ کړي او په دې لړ کې به د چا فشار نه قبلوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر یوناما تېره میاشت وویل د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د افغانانو دپاره د ویرې فضا جوړه کړې ده. یوناما زیاته کړه چې د طالبانو په حکومت کې چې تر اوسه په نړیواله کچه نه دی منل شوی د انساني حقونو د ټولو نه زیاتې خلاف وزرۍ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کوي.
یوناما وویل د وزارت د فعالیتونو غېر معمولي منفي اثر په ښځو کېږي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ښځو د ډول سینګار مرکزونه (سالونونه) بند کړي، ښځې د محرم نه بغېر د ۷۸ کېلومېټرو نه اوږد سفر نه شي کولی، پارکونو او د ورزش ځایونو یا جېم ته او د حمامونو نه منع کړی شوي دي.
طالبانو د شپږم جماعت نه پورته د جینکو په تعلیم پابندي لګولې ده، په امدادی تنظیمونو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې روزګار نه شي کولی.
د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او ثقافت ادارې یونېسکو تېره هفته په خيل یو رپورټ کې وویل طالبانو یو اشاریه څلور مېلین جینکۍ قصداً د سکول نه محرومه کړې دي، د یو نسل مستقبل يې په خطر کې اچولی دی او د افغانستان نه يې د دنیا یوازنی ملک جوړ کړی چېرته چې د ۱۲ کلونو او د دې نه د زیات عمر جینکۍ تعلیم ته لاس رسی نه لري.
طالب چارواکي په خپل حکومت تنقید ردوي، دا د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلي او د خپلو تګلارو دفاع کوي چې د اسلامي قوانینو او د افغانستان د دود دستور سره سمون خوري.
د کال ۱۹۹۶ نه تر د ۲۰۰۱ پورې په افغانستان د خپل مخکني حکومت په مهال د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د انساني حقونو د سرغړونو او د خلکو د بې دریغه ګرفتاریو په سر بدنام ګڼل کېدو. په هغه مهال هم ښځې او جینکې د تعلیم او کار روزګار نه منع کړی شوې وې.