‎ د طالبانو وياند وايي عدالت به د ميډيا لايسنسونو په اړه پرېکړه کوي

حماد دا ونه ويل چې کومې رسنۍ به وتړل شي خو دومره يې وويل چې دغه رسنۍ د افغانستان نه بهر کار کوي. د طالبانو د راتلو وروستو يو شمېر ادارو خپل دفترونه د هېواد نه بهر انتقال کړي خو ډېرې داسې دي چې ځايي عمله يې په افغانستان کې کار کوي

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت وياند عبدالحق حماد وي او ای افغان سروس ته ويلي امکان دی د طالبانو د حکومت د څار لاندې چلېدونکی عدالت به پرېکړه وکړي چې د ځيني رسنیو لايسنسونه بحال وساتي او که نه دا منسوخ کړي.

هغه وويل لس داسې رسنۍ دي چې د هغه په قول د طالبانو د حکومت خلاف پروپېګنډه کوي اوًګنګوسې خوروي او وايي که عدالت پرېکړه وکړه دغه رسنۍ به ونه کړی شي چې په افغانستان کې کار وکړي.

حماد وايي “دا رسنۍ به د دې جوګه پاتې نه شي چې په هېواد کې دفترې او خبريالان ولري ځکه چې دا به غير قانوني کار وي”.

افغان خبريالان او د رسنيو تنظيمونه وايي دا يو نوی ګام دی چې طالبان د ميډيا په ازادۍ بندېزونه نور سخت کړي. د ميډيا د ازادۍ حالت د طالبانو په راتګ نور خراب شوی ځکه چې ډېرو ادارو خپل دفترونه تړلي او په لويه کچه ښځينه خبريالانو د دندې نه لاس اخستلي دي.

حماد دا ونه ويل چې کومې رسنۍ به وتړل شي خو دومره يې وويل چې دغه رسنۍ د افغانستان نه بهر کار کوي. د طالبانو د راتلو وروستو يو شمېر ادارو خپل دفترونه د هېواد نه بهر انتقال کړي خو ډېرې داسې دي چې ځايي عمله يې په افغانستان کې کار کوي.

يو تن چې د حالاتو او د مقدمې د تفصيل نه خبر دی د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ته وويل طالبانو يو اړخيزه پرېکړه کړې چې د رسنيو خلاف عدالت ته تلي او د ميډيا وايليشن کمېشن نه يې پوښتنه نه ده کړې.

د ميډيا او حکومت په ګډه چلونکی کمېشن اختيار لري چې د خبريالانو او رسنيو د خلاف ورزيو په اړه تحقيقات وکړي او خلاف ورزي کونکو ته د جرمانې سزا ورکړي.

دغه تن دا هم وويل چې طالبانو عدالت ته خط لېږلی چې پکې ويل شوي ميډيا وايليشن کمېشن د مقدمې کولو خواهش څرګند کړی خو په اصل کې د کمېشن دا اختيار نه دی چې د چا لايسنس منسوخ کړي.

د طالبانو وياند دعوه کوي چې دا مقدمه د ميډيا په اړه د جوړ شوي قانون سره سمه ده.

خبريالان او څېړونکي وايي طالبان په خپله خوښه د ميډيا د قانون تشريح کوي او د ساوت ايشين ايسوسي ايشن اف رپورټرز د افغانستان څانګې مشر ګل محمد ګران وايي طالبان هغه قانون مني چې د دوی خوښ وي.

هغه وويل په حقيقت کې طالبان د ميډيا د قانون پروا نه کوي خو په هغه رسنيو بندېزونه او سختي راولي کومې چې د دوی په حکومت تنقيد کوي.

ګران وايي په افغانستان کې د ميډيا ازادي او عام حالات ډېر په بد حال کې دي ځکه چې خبريالان د بندېزونو، تشدد او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د اطلاعاتو د وزارت د شمېرو تر مخه دا وخت په افغانستان کې 165 ريډيو سټيشنې او 55 ټيلي ويژن سټيشنې فعال دي خو د طالبانو د راتلو نه وړاندې د ميډيا د څار د ادارو تر مخه دا شمېر د 540 نه هم ډېر و.