په ارټېفېشل انټېلېجنس ټېکنالوجۍ کې د چینايي کمپنۍ د پرمختګ وروسته د امریکې سټاک مارکېټونه غورځېدلي

د ګل (دوشنبې) په ورځ‌ د امریکېS&P500 ۱.۷۰ فیصده او د ټېکنالوجي کمپنو انډېکس ناسډاک (NASDAQ) ۳ فیصد نه زیات پرېوتی. په مصنوعي ذهانت کې استعمالېدونکي چپس جوړوونکې کمپنۍ اېنویډیا سټاک ۱۶ فیصد نه زیات پرېوتی

د امریکې په شمول د نړۍ سټاک مارکېټونه یا د ونډو بازارونه د ګل (دوشنبې) په ورځ د هغې وروستو پرېوتي وو چې د چین د مصنوعي ذهانت کمپنۍ ډیپ سیک اعلان وکړو چې د کمو پېسو په لګښت يې د آرټېفېشل انټېلېجنس داسې نمونې تیارې کړي چې د امریکې د آرټېفېشل انټېلېجنس یا مصنوعي ذهانت کمپنو مقابله کوي.

د ګل (دوشنبې) په ورځ‌ د امریکېS&P500 ۱.۷۰ فیصده او د ټېکنالوجي کمپنو انډېکس ناسډاک (NASDAQ) ۳ فیصد نه زیات پرېوتی. په مصنوعي ذهانت کې استعمالېدونکي چپس جوړوونکې کمپنۍ اېنویډیا سټاک ۱۶ فیصد نه زیات پرېوتی.

چینايي کمپنۍ ډیپ سیک تېره اونۍ وېلي وو د دوي د مصنوعي ذهانت ماډل یا نمونې د امریکې چېټ جي پي ټي جوړوونکې کمپنۍ اوپن ای -آي ماډل مقابله کوي چې دغه کمپنۍ د تېر ستمبر په میاشت کې خپور کړی وو. ډیپ سیک وېلي د دوي د کمپنۍ جوړ مصنوعي ذهانت په ماډل باندې ۵.۶ ملین ډالره لګېدلي. ددې په مقابله کې د امریکايي کمپنو جوړ مصنوعي ذهانت په نمونو باندې د ۱۰۰ ملین نه تر یو ارب ډالره پورې لګښت راځي.

د ډیپ سیک موباېل اېپ د امریکې اېپل کمپنۍ سټور کې د ګل (دوشنبې) په ورځ‌ په اول نمبر وو. څېړونکي وايي د امریکې حکومت لخوا د مصنوعي ذهانت ترټول ښه چپس ته د چین لاس رسي محدودولو باوجود د چیناي کمپنۍ د مصنوعي ‌ذهانت نمونې اثر ښکاره کوي.

deewa


د امریکې د سټاک مارکېټ د څېړنې ادارې وېډ بش سېکیورټیز څېړونکي ډېن آیوز ترمخه دا به په راتلونکو ورځو کې کتلی کیږي چې آیا ډېپ سیک د امریکې لخوا مصنوعي ذهانت کې استعمالېدونکو چپس په خرڅ باندې لګول شوو بندیزونو باوجود دې ته د لاسرسي لپاره کومې لارې راویستي.

د امریکې ترڅنګ د نړۍ په نورو ملکونو کې هم د سټاک مارکېټونه غورځېدلي دي. په اېمسټرډېم کې د نېدرلېنډز د چپس جوړوونکې کمپنۍ ASML سټاک خواوشا ۹ فیصده غورځېدلی. جاپان کې د سافټ بېنک ګروپ ۸.۳ فیصده غورځېدلی.

خو د امریکې د ونډو بازارونو په مقابله کې د اېشیا او یورپ د ونډو بازارونو باندې زیات سخت نه دی شوی. د جرمني ډېکس انډېکس ۰.۸ فیصده او د فرانس CAC 40 انډېکس ۰.۶ فیصده غورځېدلی. اېشیا کې د شنګهايي سټاک انډېکس ۰.۱ فیصد پرېوتی.

امریکا کې سرمایه کارانو د ویرې له وجې د ټېکنالوجي کمپنو سټاک خرڅ کړي او بانډونه اخستل یې شروع کړي کوم چې د سټاک مارکېټ‌ په نسبت محفوظه سرمایه ګڼلی کیږي.