د پاکستان مرستیال وزیراعظم اؤ د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اسحاق ډار د ملګرو ملتونو په غونډه کې یو وارې بیا په افغانستان تور لګولی چې خاوره یې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي.
سینیټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د څو اړخیزې همکارۍ او نړیوال حکمراني په اړه د چین په مشرۍ رابلل شوې غونډې ته وینا کې وویل"موږ نن په داسې حال کې راټولو شوي یو چې نړۍ له سختو ترینګلو حالاتو سره مخ ده"
د هغه وینا وه چې پاکستان د وسله والې ډلې ټي ټي پي اؤ افغان خاورې نه کېدونکې ترهګرۍ سره مخ دی.
د اسحاق ډار وینا وه چې پرامنه اؤ باثباته افغانستان د سیمې په ګټه دی اؤ د نړیوال امن اؤ سلامتۍ لپاره ګډو ګامونو اخستو ته اړتیا ده.
په افغانستان واکمنو طالبانو لا د اسحاق ډار دې تازه تورونو ته څه ځواب نه دی ویلی خو تر دې وړاندې یې اکثره د پاکستاني چارواکو لخوا لګول شوي دغسې تورونه رد کړي اؤ وایي چې ترهګري د پاکستان کورنۍ مسله ده .
پخپله وینا کې ښاغلي ډار د فلسطین او جمو و کشمیر لانجې ته هم اشاره وکړه او د ملګرو ملتونو له ۱۵ کسیزې امنیت شورا څخه یې وغوښتل چې خپلې منظورې شوې پرېکړې باید عملي کړي.
اسحاق ډار وویل"د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو د نه عملي کېدو تر ټولو ښکاره بېلګه د فلسطین روانه غمیزه ده، چیرته چې په غزه کې د بې رحمه پوځي کارروایو، د ښځو او ماشومانو په شمول د زرګونو ولسي وګړو د عاموژنې، او د بشري حقونو، نړیوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه روانه ده"
نوموړي وویل چې د جنورۍ پر ۱۵مه د حماس او اسرایل تر منځ اوربند یو امید بښونکی ګام دی، او باید دا پړاوونه په بشپړ ډول عملي شي، څو یوه تلپاتې اوربند ته لار هواره او د دوو دولتونو حل ته زمینه برابره شي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل چې"د جمو و کشمیر شخړه هم یو نه رغېدونکی زخم دی او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره همېشنی ګواښ ګڼل کېږي."
هغه وویل چې امنیت شورا مسوولیت لري چې خپلې پرېکړې عملي کړي، او پاکستان به د جمو و کشمیر د شخړې د سولهییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د منشور او د امنیت شورا د اړوندو پرېکړو له مخې خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
چین د فبرورۍ میاشتې لپاره د امنیت شورا مشري پر غاړه لري، او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د دې غونډې مشري وکړه.
اسحاق ډار وویل، "د ولسمشر شي جین پینګ تر مدبرانه مشرتابه لاندې، چین هڅه کوي چې د هغو څو اړخیزو ګډو بحرانونو حل ته لار ومومي چې نړۍ ورسره نن مخ ده."
نوموړي زیاته کړه: "موږ – د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه – ټول د یو ګډ راتلونکي په لور روان یو. موږ باید یو بل ته لاس ورکړو چې نړیواله جګړه، د اټومي وسلو کارول، فقر، او د اقلیمي بدلون ګواښونه له منځه یوسو."
د امنیت شورا دا بحثونه په داسې حال کې کېږي چې د څو اړخیزې همکارۍ په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي، او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیریش خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه د بحرانونو په مخنیوي کې پاتې راغلې، او دا وضعیت د څو اړخیزې همکارۍ بنسټ زیانمنوي.