طالبانو په بګرام کې د امریکې په پخواني پوځي مرکز کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یوه دستوره کې په افغانستان د بیا واکمنېدو درې کاله ولمانځل خو د هېواد د مشکلاتو او د ولس د امیدونو او ارزوګانو څه ذکر يې و نه کړو.
د بګرام هوايي اډه په یو وخت کې د امریکې د هغه جنګ مرکز و چې هدف يې طالبان د حکومت نه لرې کول او په ناین الېون حملو کې د ککړې ډلې القاعده وسله وال نیول وو.
د بګرام دستورې ته تقریرونو کې د طالبانو د کابېنې غړو د خپل حکومت د کامیابو ستاینه وکړه چې د دوی په قول د اسلامي قوانینو عملي کېدل يې قوي کړي او یو داسې پوځي نظام يې قایم کړی چې په افغانستان کې يې امن او ثبات راوستی دی.
د طالبانو د تقریرونو هدف نړیوال اورېدونکي وو چې په کې په بهرنو ملکونو کې مېشته افغانانو نه غوښتنه وشوه چې ملک ته دې ستانه شي او د مغربي ملکونو نه غوښتنه وشوه چې د افغانستان حکمرانانو سره راوبط ولري او همکاري وکړي.
دستورې ته تقریر کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل حکومت يې په ملک کې داخلي اختلافات ختم کړي او اتحاد او همکارۍ ته يې وده ورکړې ده.
هغه وویل هېڅ چا ته به اجازت نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخلت وکړي او افغان خاوره به د بل ملک خلاف استعمالېدو ته نه ورکوي.
یو مقرر هم د هغه مشکلاتو ذکر و نه کړو چې افغانان ترې نه هره ورځ تېرېږي.
د لسیزو جنګونو او بې ثباتۍ د مېلینونو په شمېره کې افغانان د لوږې او قحط څنډې ته ور رسوولي دي. بې روزګاري زیاته ده.
د کال ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان د بیا واکمېندو راهسې د شورو، چهارشنبې، په ورځ په باګرام کې دا د ټولو نه لوی پرېډ و.
په دستوره کې د قریباً ۱۰۰۰۰ کسانو په شمول د طالبانو د دفاع عبوري وزیر ملا یعقوب، عبوري داخله وزیر سراج الدین حقاني موجود وو خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کې شامل نه و. ښځو ته د شرکت اجازت نه و.
طالبانو وویل په دستوره کې خارجي سفارتکاران هم وو خو دا يې واضحه نه کړه چې دا څوک وو.
امدادي ادارې خبرداری کوي چې په افغانستان کې امدادي هلې ځلې مالي وسایلو د سنګین کمي سره مخامخ دي او د اقتصادي بحران او موسمي بدلون له امله د خلکو روزګارونه تباه کېږي.
امدادي ادارې وايي که نور ملکونو د طالبانو سره سفارتي رابطې و نه لري نو افغانان او په خصوصي توګه جینکۍ او ښځې به په مشکلاتو کې ښکېل وي. تراوسه یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
د بګرام پرېډ طالبانو ته دا موقع هم ورکړه چې د هېلې کاپټرو، ټېنکونو او د بکتر بند موټرو په شمول هغه پوځي ساز او سامان وښښي چې امریکايي او د نېټو په مشرۍ کې نړیوالو ځواکونو د لسیزو د جګړو وروسته په افغانستان پرېښودی دی.
په کابل کې هم طالبانو د حکومت درې کاله لمانځلو په لړ کې ځینې خلک په موټرو کې سواره وګرځېدل. ځیني خلک د خپلو ټوپکو سره تصویرانو ته هم ودرېدل.
په کندهار کې د پرېډ په موقع سړو په علامتي ډول د زېړ رنګ هغه کنسترې پورته کړې وې چې د جنګ په مهال به په چاودېدونکو موادو او د سړګ غاړې بمونو کې استعمالېدل.
طالبانو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قومي رخصتۍ اعلان کړی و او د تېرو کلونو په څېر ښځو په دستورو کې برخه وا نه خیستله.
په افغانستان د طالبانو د حکومت درې کاله د پوره کېدو په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې نماینده اېلېسن ډېوېډیان وویل د "افغان میرمنو او نجونو لپاره وحشت پای ته نه دی رسیدلی. "
د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه ډېوېډیان د نهې، سه شنبې، په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونوپه مرکز کې طالبانو د حکومت په مهال د افغان میرمنو او نجونو د وضعیت په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول.
د رپورټ ترمخه، د ملګرو ملتونو استازې وویل د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنۍ موده کې د ښځو او نجونو په اړه بې شماره حکمونه، لارښودونې او بیانونه خپاره شوي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه یې سلب کړي او د هغوی استقلالیت یې له منځه وړی دی.