د طالبانو دویمه سفارتي ګټه; متحده عرب اماراتو د سفیر په توګه د بدرالدین حقاني اسناد ومنل

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو بل سفارتي پرمختګ کړی او متحده عربي اماراتو یې د اګست پر 21مه د سفیر په توګه د بدرالدین حقاني اسناد منلي دي خو د طالبانو حکومت تر اوسه د نړۍ کوم هېواد په رسمیت نه دی منلی.

د حقاني په اړه ویل شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له ډلې څخه دی خو ورسره کوم کورنی تړاو نه لري. هغه له دې وړاندې هم په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو استازی وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د بدرالدین حقاني په اړه د معلوماتو لپاره د اسوسیېټیډ پریس غوښتنې ته جواب نه دی ویلی او نه هم وزارت خپله د هغه په اړه نور معلومات ورکړي چې هغه د افغانستان د کوم ځای دی.

دا په چین کې د طالبانو د سفیر له منل کېدو وروسته د دوی د حکومت لپاره تر ټولو ستره سفارتي ګټه بلل کیږي.

په خلیج کې د تېلو په زیرمو بډایه هېواد کې د طالبانو د حکومت د سفیر منل کېدل ددې خبرې ثبوت ګڼل کیږي چې نړیواله ټولنه د کابل له واکمنانو سره د اړیکو جوړولو په برخه کې وېشلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یو پوسټ کې تایید کړې ده چې بدرالدین حقاني په متحده عربي اماراتو کې د د دوی د حکومت نوی سفیر ګومارل شوی او هغه به خپل باورلیک په نیژدې راتلونکې کې په یو لړ رسمي مراسمو کې د متحده عربي اماراتو د دولت مشر ته وړاندې کړي.

وزارت وایي "نن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني خپل باورلیک د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د مرستیال وزیر وکیل ښاغلي سيف عبدالله الشامسي ته په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارلو".

وزارت وایي‌ بدر الدين حقاني د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي بللې دي او د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت استازي عبدالله الشامسي هم هیله څرګنده کړې، چې له متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې "خورا ارزښتمنې" دي.

سراج الدین حقاني د روان کال د جون په میاشت کې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی وو او د دې هېواد له مشر سره یې لیدلي وو. هغه د حقاني ډلې اوسنی مشر دی او دا ډله په نړیواله کچه ترهګر تنظیم بلل شوی دی.

سراج الدین حقاني په خونړیو بریدونو کې د ښکیلتیا له امله د امریکې د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی او د هغه پر سر یې هغه وخت لس میلینه انعام اعلان کړی وو.

دا دویم هېواد دی چې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې یې د دوی سفیر منلی دی، تر دې وړاندې د تېر 2023م کال په دسمبر میاشت کې چین هم بلال کریمي د طالبانو د سفیر په توګه منلی وو.

په چین د کې د خپل سفیر تر ګومارل کېدو مخکې د طالبانو نایب خارجه وزیر شیر محمد عباس ستانکزي ویلي وو، د هندوستان په سرښار نوي ډیلي او د هندو په نورو ښارونو کې د افغان کونسل خانو واک اختیار طالبانو ته ورکړی شوی دی.

د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې له بیاواکمن کېدو راهیسې، که څه هم طالبان تر ډیره له لوېديځه ګوښه پاته شوي، خو ددغه ډلې حکومت له سترو سيمه یيزو قدرتونو سره د اړیکو ټینګولو لپاره هلې ځلې جاري ساتلي دي.

تېره اوونۍ د اوزبکستان وزیراعظم عبدالله عارف‌ا کابل ته تللی وو. دا د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې ترټولو عالي رتبه بهرنی چارواکی دی چې افغانستان ته یې سفر کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي تر هغو چې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه دوام ولري، د دغه ډلې د حکومت په رسمیت پیژندل "تقریباً ناممکن" دي.