د تیراه بې کوره کوکي خېلو د خپلو غوښتنو لپاره د پېښور تورخم لویه لاره تړلې

د جمعې په ورځ په خيبر ضلعه کې د افريدي قبيلې کوکي خيل څانګې په سلګونو بې کوره شوو احتجاج کونکو د تورخم او پېښور لار په جمرود کې د لږ وخت د پاره تړلې او دړکه يې ورکړې که دوي خپلو کورنو ته ستانه نه کړی شول نو خپل دغه احتجاج به نور هم وغزوي.

د کوکي خېلو دغه احتجاجي پرلت د تېرو څلويښتو ورځو راهسې روان دی او د لوې اختر په ورځو کې هم دوي په احتجاج وو. د دوی په وينا اته کاله وړاندې د پاکستان پوځ په تيراه کې د طالبان پرضد د عملياتو د پاره دوي د خپلو کورونو نه راويستلي او اوس په جمرود او نورو سيمو کې د بې کورۍ او بې وسۍ ژوند کوي.

په پرلت کې ناست عنا ګل کوکي خيل وي او ای ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “دلته په جمرود کې ګرمي ده، بې روزګاري ده، کرونا ده او بيا داسې مشکل دی چې د سر سوری هم نه لرو”.

‌‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه د دغه پرلت او د دوي د غوښتنو په اړه د خيبر ضلعې انتظامي مشر( ‌‌‌‌‌‌ډپټي کمشنر) محمود اسلم وزير نه وپوښتل نو محمود اسلم وویل:‌ ٫٫ د حکومت هم دا خوښه ده چې دوی ژر تر ژره خپلو کورونو ته لاړ شي او امنيتي ادارې د حکومت سره په ګډه په دې کار کوي. تمه ده چې ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر به دا طريقه کار سر ته ورسي.٬٬

د کوکي خيل نزدې دولس زره کورنۍ د کال 2012م راهسې د تيراه شان يخې علاقې نه د پېښور غوندې تودې سيمې ته راغلي او د پرلت د مشرانو په وينا اکثريت کورنۍ د عارضي بې کوره شوو په توګه رجسټر شوي هم نه دي.

د پرلت يو بل مشر زرغون شاه وي او ای ډیوته ته وايي ورسره هیڅ حکومتي مرستې نه دي شوي: ‌‌‌‌‌٫٫ کوکي خيلو سره ‌‌‌‌‌‌ډېر ظلم روان دی. د اته کالو راهسې بې کوره دي او د ټي ‌‌‌‌‌‌ډي پيز لا عارضي بې کوره شوو خلکو حثيت هم نه لري. دوی ته هيڅ حکومتي مرستې نه دي ورکړل شوي.٬٬

عناګل کوکي خيل وايي دلته هيڅ نه لري او په تيراه کې خپلې ځنګلې لري باغونه لري ګډې بيزې څروي او ګزاره يې کيږي او وايي داسې مشران يې په بې کورۍ کې مړه شوي چې بيرته تيراه ته تلل يې ارمان پاتې شوی.

دغه بې کوره افريدي پښتانه د تيراه د راجګل، کچکول، مهربان کلی، څېړۍ، زرمنځه، ټانګو کلی، سره وېله، تور دره، سورکچ،، وچې ونې، باړۍ، چوپورۍ، پکدره او کنډوا وسيدونکي دي.

د احتجاج کونکو لویه غوښتنه دا ده چې دوي دې هم لکه د نورو زپلو شوو سيمو د خلکو په رنګ ټي ‌‌‌‌‌‌ډي پيز ومنل شي، د دوی رجسټريشن دې وشي، د دوی د شوو تاوانونو معاوضه دې ورکړل شي او وران کورونه او مينې دې ورته بيرته روغې کړل شي.

دغه رنګ احتجاجونه او پرلتونه په شمالي وزيرستان ټانک او پېښور کې هم شوي چې جنوبي وزيرستان محسود قبيلې او شمالي وزيرستان د وزير او داوړ قبيلو خلکو پکې ګډون کړی او د حکومت نه يې په پوځي اپرېشنو کې د خپلو وران کړل شوو کورونو بازارونو او کاروبارونو معاوضه غوښتلې.