په پاکستان کې نن ولې د طالبانو د ملاتړ نه ټوېټر ډک دی؟

نن په واشنګټن کې د ولسمشر بايډن او افغان ولسمشر اشرف غني تر منځ د غونډې په وخت په پاکستان کې په ټوېټر تر ټولو لوړ ټرېنډ #TalibanOurGuardians دی—معنا—طالبان زمونږ ساتونکي دي.

د ياد ټرېنډ په نامه نن ورځ تر دې دمه د 15000 نه زيات ټويټس شوي دي. دا ټرېنډ په پاکستان کې اکثره داسې کسانو جوړ کړی چې په افغانستان کې طالبان په واک کې ليدل غواړي.

پاکستان په حکومتي کچه د طالبانو سره د ملاتړ تورونه ردوي او نن هم د خارجه چارو وزير شاه محمود قرېشي ويلي امريکا او نړۍ په افغانستان کې د پاکستان مثبت رول مني.

د طالبانو په ملاتړ کې د جوړ ټرېنډ په اړه په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسېن حقاني وايي داسې ټرېنډونه جوړول دا ثابتوي چې د وزير اعظم عمران خان د افغانستان په اړه د بې پلوۍ خبرې دروغ دي.

په نن ورځ د طالبانو سره د ملاتړ ټرېنډ جوړولو يو علت کېدای شي دا وي چې افغان ولسمشر غني د امريکا ولسمشر بايډن سره ويني.

د دې ليدو کتو په اړه د پاکستان د خارجه چارو وزير د مخکې نه وېره څرګند کړې وه چې که افغان مشران د اففانسنان مسوليت په پاکستان اچوي نو اسلام اباد به يې ونه مني.

ددې ټرینډ په اړه په پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او کيڼ پالي سیاست دانانو په ټولنیزو رسنیو د فکر مندۍ څرګندونې کړي دي.

له شمالي وزیرستانه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د یاد ټرینډ په هکله په خپل ټویټر لیکلي دي دا ټرینډ ځورونکی دی. ښاغلی داوړ لیکي:

“د “نامعلومو” دا ټرینډ چې طالبان زمونږ ساتونکي دي ځورونکی دی”.

هغه په خپل ټویټ کې تپوس کړی, که چري طالبان زمونږ ساتونکي دي نو د 70000 پاکستانیان چا وژلي دي؟ د ارمي پبلک سکول ماشومان چا وژلي؟ ددوي لپاره ځمکني ماینونو چا ښځ کړي وو؟

د پاکستان کوم حکومتي یا پوځي چارواکي ددې ټرینډ د جوړونکیو یا مخالفت کونکیو په هکله څه دریځ نه دی ښودلی خو په ورستیو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید څو ځله په خپلو وینا ګانو کې ویلي هیواد یې د باندینیو چیلنجونو نه پرته د ففت جنرېشن وار فیر یعني د جدیدې ټیکنالوجۍ په دور کې د مخالفینو د پروپیګنډو مقابله هم کوي. هغه د خپل هیواد اولس په ځانکړی کچه نوي نسل ته نصحیت کړی ؤ دغه جګړې ته دې ويښ اوسي.