د قبایلي ضلعو پولیس په وسلو او نورو اسانتیاوو کې د صوبې د نورو برخو له پولیسو شاته پاتې دي

Your browser doesn’t support HTML5

په پښتونخوا صوبه کې له ورګډيدو وروسته اوس هم په قبایلي ضلعو کې ډېرې سیمې داسې دي چې پوليس تاڼې پکې نه دي جوړې شوې. څيړونکي وايي پوليس په کمزورې وسله او لږو وسايلو کې د وسلوالو مقابله په ګرانه کوي. حکومت وايي د پوليسو د پاره يې نوي فنډونه منظور کړي. تفصیل د ارشد مومند په رپوټ کې: