ایتوپیا کې سیند ته د ټرک غورځېدو پېښه کې 71 کسان مړه شوي

د برتانیې د خبري شبکې"رایټرز" د راپور له مخې، دا پېښه د ایتوپیا پلازمېنې ادیس ابابا څخه 300 کیلومتره جنوب ته د سډاما صوبې په بونا ضلعه کې شوې ده

د افریقايي هیواد ایتوپیا په سډاما ایالت کې د یو ټرک د سیند ته د لوېدو له امله لږ تر لږه 71 کسان مړه شوي دي.

د برتانیې د خبري شبکې"رایټرز" د راپور له مخې، دا پېښه د ایتوپیا پلازمېنې ادیس ابابا څخه 300 کیلومتره جنوب ته د سډاما صوبې په بونا ضلعه کې شوې ده.

د سډاما پولیسو د ټرافیک د کنټرول د څانګې مشر، ډانیېل سانکورا، په یوه فېسبوک پوسټ کې ویلي چې تر دې دمه د 68 نارینه‌و او 3 ښځو مړینه تایید شوې ده.

نوموړي ویلي چې د پېښې له ځایه پنځه کسان په نازک حالت کې ژغورل شوي او د بونا عمومي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د یکشنبې په شپه ناوخته د مړینو شمېر 60 ښودل شوی و، او ویلي یې وو چې ژوندي پاتې کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د سډاما د روغتیا ریاست لخوا شریکو شوو عکسونو کې لیدل کېږي چې ګڼ شمېر خلک د ټرک شاوخوا راټول دي. ټرک په جزوي ډول په اوبو کې ډوب دی، او ځینې خلک د ټرک د اوبو څخه را ایستلو هڅې کوي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

په نورو عکسونو کې لیدل کیږي چې مړي په ځمکه پراته دي، اؤ ځینې یې په شین ترپال کې رانغښتل شوي دي.

د سیمې د روغتیا ریاست پېښه کې د مړو شوؤ اؤ ژوبلو کسانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه به نور معلومات وروسته ورکړل شي.

پولیس وایي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ د ماښام شاوخوا په ځایي وخت 5:30 بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ټرک په یوه پل باندې د تېریدو په وخت له موړ یا پيچومي تاویدلو .

پر دغه مهال ټرک له سړک وښویېد او سیند ته ولوېد. ویل کېږي چې په ټرک کې سپاره ځینې مسافر د واده له یوې دستورې بېرته راګرځېدل چې په لاره کې ددغه حادثې سره مخ شول.

د سیمې د ټرافیک پولیسو ویلي چې ټرک له حده زیات بار و، چې ښایي د پېښې اصلي لامل وي. د ټرک د مسافرو کره شمېر لا نه دی څرګند شوی.

ایتوپیا، چې د افریقا دوهم ګڼ مېشتی هېواد دی، پکې د خرابو سړکونو او ټرافیکي اصولو د نه مراعات کولو له امله اکثره دغسې پېښې مخې ته راځي.

په 2018 کال کې د ایتوپیا په غرنیو سیمو کې د یو بس کندې ته د لوېدو په پېښه کې لږ تر لږه 38 کسان مړه شوي وو، چې ډېری یې زده‌کوونکي وو.