د نړۍ مشرانو او د چاپیریال ساتنې ادارو د پیریس له کلایمټ تړون نه د امریکا په وتلو باندې سخت غبرګون ښودلی.
دغه تړون ددې لپاره شوی وه چې په نړۍ کې د کلایمیټ یا اب او هوا له بدلون سره نړیوالې هلې ځلې تنظیم شي.
ولسمشر ټرمپ پدې اړه خپله پریکړه په سپینه مانړۍ یا وایټ هاوس کې د پنجشنبې په ورځ اعلان کړه: ٫٫زه هره ورځ ددې هیواد ښو خلکو ته جګړه کوم نو ددې له امله چې د امریکا او امریکایانو په ژغورلو کې مې خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي وي نو امریکا به د پيرس د کلایمیټ له تړون څخه ووځي.٬٬
د جرمني، فرانس او ایټلي مشرانو په یوه غیر عادي توګه ټولو په یوې اعلامیې کې پدې اړه خفګان ښودلی.
د اروپايي کمیسیون مشر شان کلوډې جنکر چې د چین او اروپايي ټولنې ۱۲مې سرمشریزې ته یې وینا کوله وویل چې نن چین هم پدې برخه کې له اروپا سره موافقه لري:٫٫چین او اروپايي اتحاد پدې برخه کې د نړیوال حل په اړه سره همغږي دي. په نړۍ کې د پاکې انرژۍ له انتقال او کارولو نه زیات څه مهم نه دي نو له همدې امله د پیرس د کلایمیټ ټرون باید په مکمله توګه عملي شي.٬٬
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتاریس د جمعې په ورځ د روس په سینټ پیټړز برګ کې وویل د امریکا له وتلو سره سره باید د کلایمیټ بدلون په برخه کې د نورې نړۍ ژمنتیا متاثره نه کړي: ٫٫د کلایمیټ بدلون نشي رد کېدای او دا زمونږ اوسنۍ نړۍ او د ځمکې راتلونکې لپاره یو له سترو ګواښونو څخه دی. زه د نړۍ په ټولو حکومتونو باندې غږ کوم چې د پيرس د کلایمیټ د تړون په پلي کېدو کې دې ژمن پاتې شي.٬٬
د پيرس په یاد تړون کې په نړۍ کې د سون د هغو توکو کم کارول غوښتل شوي چې د زیات دود په تولیدیدو سره نړۍ ګرموي او دغه ګرموالی بیا په نړۍ کې د واورو د ویلې کېدو او د اوبو د کچې د لوړېدو سبب ګرځي.
امریکا د پيرس د کلایمیټ له تړون څخه په وتلو سره له نیکاراګوا او شامسره یوځای شول ځکه هغوي هم ددغه تړون څخه وتلي هېوادونه دي.