د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ نن عدالت ته حاضرېږي

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي

د لوڅو فلمونو اداکارې ته د خاموشه پاتې کېدو دپاره د پېسو ورکولو په مقدمه کې امکان دی چې د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د نهې، سه شنبې، په ورځ د نیویارک یو عدالت ته حاضر شي. ټرمپ د امریکې په تاریخ کې لومړی پخوانی صدر دی چې د مجرمانه اقدام فرد جرم پې لګول شوی دی.

تېره هفته د نیویارک ښار په مېنهېټن کې یوې منصفه جرګې په ټرمپ فرد جرم ولګولو چې څو کاله وړاندې يې د لوڅو فلمونو اداکارې سټورمي ډېنيلز ته هغې سره د جنسي رابطې په اړه د خاموشه پاته کېدو په خاطر پېسې ورکړې وې.

ټرمپ د دې اقدام په غبرګون کې ځان "یو مکمل معصوم شخص" بللی دی. ټرمپ پخپل بیان کې ویلي: "دا سیاسي ځورول او په تاریخ کې په ستره کچه انتخاباتو کې مداخلت کول دي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ عدالت ته د ټرمپ د ممکنه حاضرېدو په اړه د هغه وکیلانو ویلي چې هغه به عدالت ته وايي چې بې ګناه دی.

په ټرمپ الزام دی چې په ۲۰۱۶ کې د صدارتي انتخاب نه مخکې يې ډېنيلز ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې وې چې هغه سره د تعلق په اړه خاموشه پاتې شي. ټرمپ دغه خبره ردوي.

ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ په فلورېډا ریاست کې د خپل کور ته نیویارک ته رسېدلی دی.

د ټرمپ وکیلانو د ګل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته خواست وکړو چې د نهې، سه شنبې، په ورځ دې عدالت ته د کېمرو وړلو اجازت ور نه کړی شي. د وکیلانو په قول دا به د مقدمې په اړه د سرکس په شام ماحول نور هم خراب کړي.

په ټرمپ د فرد جرم تفصیلات تر اوسه خفیه ساتل شوي دي خو هغه چارواکي چې په دې اړه معلومات لري وایي په ۷۶ کلن ټرمپ به مبینه توګه د ۳۰ غلط غیر قانوني اقداماتو الزامات لګول شوي دي.

په ټرمپ الزام دی چې په ۲۰۱۶ کې د صدارتي انتخاب نه مخکې يې ډېنيلز ته ۱۳۰۰۰۰ ډالر ورکړې وې چې هغه سره د تعلق په اړه خاموشه پاتې شي. ټرمپ دغه خبره ردوي

ممکنه ده چې په ټرمپ د فرد جرم تفصیلات په عدالت کې د هغه د حاضرېدو په وخت ښکاره کړی شي.

د وي او ای رپورټ وايي عدالت ته د حاضرېدو په وخت به لکه د عامو ملزمانو په شان د ټرمپ تصویر او ګوتو نخښې اخیستل کېږي. خو د پخواني صدر په حېث به يې لاسونو ته هتګړۍ نه اچول کېږي.

چارواکي وايي ټرمپ د استوګني ځای ټرمپ ټاور او د عدالت چار چاپېره د امنیت سخت اقدامات اخیستل شوي دي.

د ټرمپ ځینو پلویانو د عدالت نه بهر د احتجاج خبره هم کړې ده.

د نیویارک ښاروال یا مېیر اېرېک اېډمز خبرداری کړی چې احتجاج کونکي دي پرامنه ووسي.

د ټرمپ پلوي او د ريپبلېکن پارټۍ نماینده مارجري ټېلر ګرین او د نیویارک ینګ ريپبلېکن کلب نومې تنظیم ویلي، چې د پرامنه احتجاج اراده لري.

په عدالت کې د پېشۍ وروسته ټرمپ اراده لري چې په فلورېډا کې خپل کور ته بېرته لاړ شي او د نهې، سه شنبې، په ماښام رسمي بیان جاري کړي. هغه د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان هم کړی دی.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ د ټرمپ وکیل جو ټېکوپینا د امریکي سي اېن اېن ټېلې وژن ته وویل چې ډېنیلز ته پېسې د شخصي مصرف و او د ۲۰۱۶ د صدارتي انتخاب دپاره د مهم پېسې نه وې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او رويټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي