د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپلو تازه خبرو کې ویلي، چې حکومت یې نه غواړي په افغانستان کې له جنګېدونکو افغان طالبانو سره خبرې وکړي.
ولسمشر ټرمپ د گل، دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د غرمې ډوډۍ په وخت کړې ده. نوموړي په خبرو کې هغوی ته له افغان طالبانو سره له خبرو انکار کړی دی:
"موږ نه غواړو له طالبانو سره خبرې وکړو، زه فکر کوم دا اوس د خبرو لپاره مناسب وخت نه دی، ځکه دوی هرې خواته بېګناه خلک وژني".
ولسمشر ټرمپ دا خبره په کابل کې د ترهګرۍ د وروستیو خونړیو بریدونو په عکس العمل کې کړې ده، چې شاوخوا ۱۳۵ کسان پکې و وژل شول.
ښاغلي ټرمپ د کابل د وړمې ورځې تر خونړي برید وروسته په یوه ټویټ کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې وه او ویلي یې وو:
" طالبانو پر بېګناه افغانانو او زړورو پولیسو برید کړی دی. طالبان به بریالیتوب ته پرېنږدو".
Taliban targeted innocent Afghans, brave police in Kabul today. Our thoughts and prayers go to the victims, and first responders. We will not allow the Taliban to win!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 27, 2018
په افغانستان کې د ترهګرۍ د وروستیو بریدونو لړۍ وروسته له هغه پیل شوه، چې د امریکې حکومت پر پاکستان د پوځي مرستې د ځنډولو اعلان وکړ.
د ولسمشر ټرمپ له خوا له افغان طالبانو سره د خبرو نه کولو دا اعلان څرګندوي، چې امریکه نور په افغانستان کې هغه ترهګر نه شي زغملای، چې پر افغان او امریکایي ځواکونو بریدونه کوي او پر پاکستان یې د پاللو او روزلو تور لګېږي.
ځینې افغان چارواکي وایي، دغه بریدونه د امریکې د وروستۍ تګلارې عکس العمل ښکاري، چې پاکستان یې د وسلوالو طالبانو او حقاني ډلې د ترهګرو په وسیله له افغانانو غچ اخلي.
افغان ولسمشر اشرف غني هم د کابل وروستیو بریدونو ته په پام وسلوالو طالبانو ته په ګواښ سره ویلي، چې د خپل ولس د هر څاڅکي وینې بدل به واخلي.
ولسمشر غني د دوشنبې- سوموار په ورځ د انډونېشنیا له ولسمشر سره تر لیدو وروسته وویل، چې نور له وسلوالو طالبانو سره سولې ته صبر نه شي کولای او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به د حل ملي اجتماعي لاره لټوي.