د ترکي د صدر رجب طیب اردوان ګوند د هیواد په سترو ښارونو کې په ځايي انتخاباتو کې د ماتې سره مخ شوی دی خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ټویټر باندې نوموړي ته مبارکي ویلي هغه لیکي :
" د ترکي مقامي انتخاباتو کې کامیابي ترلاسه کولو باندې د پاکستان ملګري رجب طیب ارودان ته مبارکي وايم. پاکستانیان دعا کوي چې طیب اردوان ته الله پاک نورې کامیابې ورکړي"
ترکی کے مقامی انتخابات میں ایک اور اہم فتح سمیٹنے پر میں پاکستان کے دوست رجب طیب اردگان کو دلی مبارکباد پیش کرتا ہوں۔ اہلِ پاکستان دعاگو ہیں کہ اللہ پاک انہیں مزید کامیابیاں عطا فرمائیں۔
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) April 1, 2019
د عمران خان په ټويټ پورې په ټولنيزو رسنیو کې ملنډې هم شوي دي او هغه ته د نړیوالو مطبوعاتو هغه خبرونه ورلیږل شوي دي چې د ترکي صدر رجب طیب اردوان واکمن ګوند د اتوار په ورځ شوو ځايي یا مقامی انتخاباتو کې د هیواد په مهمو ښارونو کې د ماتې سره مخ شوی دی، او حکومت مخالفه لوې سیاسي ګوند په سر ښار انقره کې کامیابي ترلاسه کړي ده.
صدر رجب طیب اردوان په استنبول کې خبریالانو سره د خبرو په وخت منلي، سیاسي ګوند جسټس اېنډ ډیویلپمنټ پارټي (ای کی پي) په انتخاباتو کې د ماتې سره مخ شوی،
نوموړي ویلي:
"مونږ ځنې ګټې کړي او د بیلات سره هم مخ شوي یو"
په دغه مهال صدر اردوان ژمنه کړې چې د اقتصاد ښه کولو لپاره به ډیر زر ګامونه پورته کوي.
په استنبول کې سخته مقابله شوي خو تراوسه د سرکاري نتیجو اعلان نه دې شوې. او دواړه ګوندونه د خپلو کامیابیو دعوې کوي.
استنبول د ترکي هغه ښار دې چرته نه چې طیب اردوان د یو سیاستمدار په توګه نړۍ کې پیژندل شوی وو.
د انقرې او استنبول پرته ای کی پي ګوند په ګڼو نورو ښارونو کې د ماتې سره مخ شوی او په یو شمیر نورو ښارونو کې بیا په ډیرو کمو ووټونو کامیابي ترلاسه کړی
په استنبول او نور غټو ښارونو کې حکومت جوړول د ښاغلي اردوان د صدرات لپاره ډیرضروري وو. ځکه چې د ترکي په سیاست کې د پخوانه دا ویلې کیږي چې په استنبول کې چې د چا واک وي نو باقي پاتې ترکې هم دهغوی د واک لاندې وي.
هم دغه وجه ده چې څیړونکې او عام خلک په استنبول او انقره ښارونو کې حکومتي ګوند ناکامي د طیب اردوان ناکامي یاده وي.