په ترکي کې د داعش خلاف کاروائي، ٩ کسان وژل شوي

د گل یا یکشنبې په ورځ د داعش خلاف کاروائي د نور خاته نه وړاندې په دیار کبیر صوبه کې شوې ده چې د هیواد په جنوب ختیز کې پرته سیمه ده. دغه سیمه د شام سرحد سره نزدې ده او د کردانو اکثریت لري. ویل کیږي سیمه شام او عراق کې د وسله والو د بهرتۍ مرکز دی. د ترکي نائب وزیراعظم نعمان کرتلمس ویلي حکومتي ځواکونو د داعش ١٢ غړي نیولې دي

په ترکي کې امنیتي ځواکونو د داعش وسلې والې ډلې په یو مرکزي چاپه وهله، په نتیجه کې يي د وسله والو او عسکرو ترمنځ جگړه ونخښته چې پکې د دواؤ پولیسو په شمول نهه کسان ووژل شو.

د داعش په مرکز چاپه په داسې مهال وهلې شوي چې ترکي د ډلې خلاف کاروایانې تندې کړې دي. هم دا میاشت د ترکي په انقره ښار کې غبرگو ځانمرگي بم چاودنو کې گڼ شمیر کسان ووژل شو. مامورینو د حملو ذمه واري په داعش اچولې ده.

د گل یا یکشنبې په ورځ د داعش خلاف کاروائي د نور خاته نه وړاندې په دیار کبیر صوبه کې شوې ده چې د هیواد په جنوب ختیز کې پرته سیمه ده.

دغه سیمه د شام سرحد سره نزدې ده او د کردانو اکثریت لري. ویل کیږي سیمه شام او عراق کې د وسله والو د بهرتۍ مرکز دی. د ترکي نائب وزیراعظم نعمان کرتلمس ویلي حکومتي ځواکونو د داعش ١٢ غړي نیولې دي.

تجزیه کار وايي د انقرې حملو داعش خلاف جنگ کې د ترکي تگ لاره بدله. د داعش گڼ شمیر غړي نیول شوي دي چې پکې ویل کیږي ځېنې اهم مشران هم دي.