ترکې: ١١٥ کرد باغایان وژل شوې دي

د ترکې په ختیزه برخه کې د پې کی کی وسله وال

د ترکې په جنوب کې امنیتي ځواکونو د کرد باغیانو خلاف په لوېه کچه کاروائي کړې ده، په نتیجه کې يي ١١٥ کرد باغیان وژل شوې دي.
د ترکې د کورنو چارو وزیر ادریس نعیم ساهین وئیلي کرد یاغیان په فضائي او مزکنې کاروائي کې وژل شوې چې د سیمدني ښار سره نزدې د تیرې میاشت په ٢٣مه نیټه شورو کړی شوې وه.
یو ځائي ټیلې وژن وئیلې په کاروائي کې ٢٠٠٠ ترک ځواکونو برخه اخستې وه.
د ترکې د کورنو چارو وزیر د وینا نه یوه ورځ وړاندې د عراق په پوله پرته حکاري صوبه کې د کرد باغیانو او ترک ځواکونو په منځ کې د نښو په نتیجه کې ٢٢ کسان وژلی شول.
د کردستان ورکرز پارټۍ یا پې کی کی گوند د طرفه په کال ١٩٨۴ کې د بیل هیواد د پاره د ترکې خلاف د وسله پورته کولو ورستو سیمه کې د ۴٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوې دي چې زیاتره کرد دي.