ترکي:وزیراعظم اردګان د مظاهرو ختمولو غږ کړی

Turkey Protests

د ترکي وزیراعظم رجب طیب اردګان په هیواد کې د یوي اونۍ راهسې روانومظاهرو د ختمولو غوښتنه کړی ده.
د جمعی په ورځ د شمالي افریقې خپل سفر نه راستنیدو ورستو د استنبول په هواېي ډګر په زرګونو پلویانو ته په وینا کې ښاغلي اردګان اوویل په هیواد کې هیچ چا ته دا اجازت نه شي ورکولې چې په غیر قانوني توګه عمل اوکړي ، ښارونه او سرکاري ودانۍ ورانې کړي او یا عام اولس ته نقصان اورسوي.
د ترکي وزیر اعظم دغه وینا د یو بس د سر نه کوله او پدغه محال د هواېي ډګر نه بهر د حکومت زرګونو پلویان هم موجود وؤ او د هغه په حق کې ېي نعرې وهلې.
د ترکي په استنبول او انقره ښارونو کې د زیارت د ورځې نه یو ځل بیا مظاهرې پیل شوي دي او دغه مظاهرچیان د وزیر اعظم اردګان نه غوښتنه کوي چې خپله څوکۍ دی پریږدي. مظاهرچیان تور لګوي چې طیب اردګان په دغه سیکولر هیواد کې د خپلی خوښې اسلامي نظریات عملي کول غواړي.
په ترکي کې دغه مظاهری تیره اونۍ هغه محال شورو شوي کله چې حکومت په یو اولسي پارک یا پبلک پارک باندی د کمرشل یا کاروباري مرکز جوړولو پلان اعلان کړو. وزیر اعظم تر اوسه پوری د دغه منصوبې بیرته اغستو په اړه څه نه دي وېلي.
د مظاهرو په محال پولیسو د مظاهرچیانو پر ضد اوښکو بهیو نکې ګیس او د اوبو توپې استعمال کړي. او تر اوسه پورې پدغه مظاهرو کې دوه کسان وژل شوي، په زرګونو ژوبل شوي او په زرګونو نور پولیسو نیولي دي.