د کرونا وایرس له امله د سپین پوستکو په مقابل کې د تورپوستکو، پاکستانیانو او بنګله دېشیانو د مړینې امکان دوچنده زیات دی، د برطانيي رپورټ

ددې ترڅنګ د جوړ کړی شوي ماډل په اساس دا هم امکان ښودلی شوی دی چې د پاکستان او بنګله دېش سره تعلق لرونکي سړي د سپینو سړو په مقابله کې ۱.۸ وارې زیات او دغه شان د دواړو هېوادنو زنانه د سپین رنګه زنانو په مقابله ۱.۶ وارې زیاتې مړې کېدی شي

د برطانیي د شمېرو قامي ادارې په خپل یو رپورټ کې ویلي په برطانیه کې د کرونا وبا دلاسه د سپین پوستکو په مقابل کې د پاکستانیانو، بنګه دېشیانو او د تور پوستکو د مرګ امکان دوه چنده زیات دی.

دغه رپورټ چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ خپور شوی د فن لېنډ نه تر امریکا پورې د غربي هېوادونو د هغو نورو رپورټونو سره سم دی چې ښايي په دغه هېوادونو کې هم کرونا واېرس د سپین پوستکو په مقابل کې د نورو نسلوو خلک زیات ځپلي دي.

رویترز خبري اداره وايي چې په کرونا واېرس کار کوونکي سائنسدانانو په دې وبا کې د عمر، جنس او نسل په بنیاد د مرګونو د فرق خبره په ګوته کړې ده او په دغه هیلو د ویکسین یا دوا جوړلو لارې چارې لټول کېږي.

د برطانيي د شمېرنو قامي ادارې مطالعه کې دا خبره هم معلومه شوې ده چې د غربت، تعلیم او صحت خبرې که ترې له مېنځه لری کړی شي هم نو د کروانا واېرس له وجې د سپین پوستکو په مقابل کې تور پوستکي سړي ۴.۲ چنده او ښځې ۴.۳ چنده ده زیاتې مړې کېدی شي.

ددې ترڅنګ د جوړ کړی شوي ماډل په اساس دا هم امکان ښودلی شوی دی چې د پاکستان او بنګله دېش سره تعلق لرونکي سړي د سپینو سړو په مقابله کې ۱.۸ وارې زیات او دغه شان د دواړو هېوادنو زنانه د سپین رنګه زنانو په مقابله ۱.۶ وارې زیاتې مړې کېدی شي.

د وړاندي کړل شوي ماډل ترمخه د کرونا واېرس له وجې د چینايي او نورو نسلونو د خلکو د مړینوشمېرې د سپین پوستکوسره یو برابر دی.

د ادارې په رپورټ کې دا هم ویل شوي دي چې د کرونا وبا نه د نسلي فرق سره د مړینو وجې په جزوي توګه معاشي او معاشرتي بد حالي او نور حالات هم کېدلی شي خو د توپیر پاتې نورو علتونو وضاحت تر رپورټ رابرڅېره کولو پورې نه دی شوی.