یوکرین د پخواني صدر د گرفتارۍ حکم جاري کړی

یوکرین کې په دې خبره اختلاف موجود دی چې آیا هیواد د یورپ او که روس سره تعلقات قائم کړي. د نومبر په میاشت کې د لرې کړی شوي صدر وکټر یانوکویچ یورپیئن سره تجارتي معاهده ختمه کړه، په نتیجه کې يي احتجاجونه شورو کړل او باالاخیر هغه حکومت په پرېښودو مجبور شو

یوکرین د احتجاجونو په نتیجه کې د لرې کړی شوي صدر وکټر یانوکویچ د گرفتارۍ احکامات جاري کړې دي او په هغه يي د مظاهره چیانو او د چارواکو د قتل عام الزامات لگولې دي.
داخله چارو موقتي وزیر ارسن ایواکوو د وکټر یانوکویچ د گرفتارۍ اعلان د گل په ورځ په فیس بک کړی دی. هغه وویل پخواني صد رپه اخېري وار روس پلوه کریمیا سېمه کې لیدل شوی وو خو د لرې کړی شوي مشر کره درکه نه دی معلوم.
بلخوا د یورپي اتحاد د خارجه چارو مشره کیترین اشټن به د گل په ورځ د یوکرین دوره کوي او د هیواد موقتي مشرانو سره به خبرې اترې کوي. د هیواد نوي مشران د یورپي اتحاد سره د نزدې تعلقات برابرول غواړي.
د کیترین ایشټن د دفتر لخوا شائع شوی بیان وايي هغه به د یوکرین مشرانو سره د هیواد سیاسي او اقتصادي ثبات په لارو چارو غور کوي.
یوکرین کې په دې خبره اختلاف موجود دی چې آیا هیواد د یورپ او که روس سره تعلقات قائم کړي. د نومبر په میاشت کې د لرې کړی شوي صدر وکټر یانوکویچ یورپیئن سره تجارتي معاهده ختمه کړه، په نتیجه کې يي احتجاجونه شورو کړل او باالاخیر هغه حکومت په پرېښودو مجبور شو.
د پارلیمنټ سپیکر اولیکسینډر ترچینوو د اتوار په ورځ د یوکرین موقتي صدر وټاکلی شو. د اتوار په ورځ تقریر کې هغه د کییف په استقلال چارسو کې د مظاهرو اهمیت په ډاگه کړو او یورپیئن یونین سره د تعلقاتو جوړولو اراده يي څرگنده کړه.