د اوکراین خارجه وزیر په دوه ورځنۍ دوره پاکستان ته رسېدلی

اسلام اباد ته د کولیبا د سفر په اړه د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي هغه به د وزیراعظم شهبازشریف او د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بهټو زرداري سره ملاقاتونه کوي

اسلام اباد ته د کولیبا د سفر په اړه د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي هغه به د وزیراعظم شهبازشریف او د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بهټو زرداري سره ملاقاتونه کوي

د اوکراین خارجه وزیر دمیترو کولیبا په دوه ورځنۍ دوره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ پاکستان ته ورسېدو.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، کولیبا غوښتنه وکړه چې بلېک سي ګرېن معاهده یا اوکراین نه د غلې د برامداتو دپاره د تور سمندرګي معاهده دې بحال کړی شي.

روس دا هفته په معاهده عملداري وځنډوله.

د متحده قومونو او د ترکي په کوښښونو شوي معاهدې د لاندې به د اوکراین غله د تور سمندرګي دلارې نورو ملکونو ته لېږل کېدله.

روېټرز وویل د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري هم د تور سمندرګي د معاهدې د بحالۍ حمایت وکړو.
د رپورټ ترمخه، بلاول وویل اراده لري چې دغه معامله د متحده قومونو سره راپورته کړي.

کولیبا وویل د اوکراین غله نورو ملکونو ته برامد کولو دپاره به لارې چارې لټول کېږي ځکه چې په ځمکنۍ لارو ټوله غله نشي برامد کېدلی او معاهدې د ختمېدو له امله په نړیواله کچه قلت پېدا کېدلی شي.

کولیبا زیاته کړه چې ضروري خبره دا ده چې د تور سمندرګي معاهده بحالولو دپاره دې هر ممکن کوښښ وکړی شي.
اسلام اباد ته د کولیبا د سفر په اړه د پاکستان خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي هغه به د وزیراعظم شهبازشریف او د خپل پاکستاني هم منصب بلاول بهټو زرداري سره ملاقاتونه کوي.

وزارت وویل په ۱۹۹۳ کې د سفارتي تعلقاتو قایمېدو نه پس پاکستان ته دا د اوکراین یو وزیر لومړۍ دوره ده چې د دواړو ملکونو تعلقاتو ته به وده ورکړي.

د پاکستان خارجه وزارت وویل اوکراین او پاکستان د زراعت، تجارت، سرمایه کارۍ او د اعلا تعلیم په برخو کې نژدې تعلقات لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي