د یوکرېن صدر ذيلنڅکي مغربي اتحادیانو ته وايي "زمونږه سره د وسلو مرستې ګړندۍ کړئ" 

 ذيلنڅکي د وېډيو لنک په لاره په جرمني کې د امريکې په رېمسټاېن اېر بېس کې د يوکرېن پلوي ملګرو يوې غونډې ته دغه خواست کړی

ذيلنڅکي د وېډيو لنک په لاره په جرمني کې د امريکې په رېمسټاېن اېر بېس کې د يوکرېن پلوي ملګرو يوې غونډې ته دغه خواست کړی

د يوکرېن صدر ولادي مير ذيلنڅکي د جمې په ورځ په جرمني کې يو ډونر کانفرنس کې خپلو غربي ملګرو نه په يو ساده پېغام کې غوښتنه اوکړه، "زمونږه سره د وسلو مرستې ګړندۍ کړئ."

نوموړي د وېډيو لنک په لاره په جرمني کې د امريکې په رېمسټاېن اېر بېس کې د يوکرېن پلوي ملګرو يوې غونډې ته دغه خواست کړی. په کانفرنس کې د روس په ضد يوکرېن پلوه غربي ملکونو د يوکرېن په جنګ کې د مرستو په لارو چارو صلاح مشورې کولې.

ښاغلي ذيلنڅکي دغې غونډې ته اوېل، ملګري هېوادونه دې د ټېنکونو په شمېره خبرې نه کوي بلکه زر تر زره د لېږلو په لارو دې خبره اوکړي چې د روس پوځ په شا اوتنبوي،

د يوکرېن د صدر د غوښتنو په ملاتړ کې د امريکې د دفاع وزير لاېډ آسټن اوېل، "مونږه له په دې لړ کې ډېر څه کول پکار دي دا د يوکرېن په جنګ کې يوه فېصله کن مرحله ده، د يوکرېن اولس مونږه ته سترګې دي، روس هم مونږه ته ګوري او تاريخ به هم دا وخت ياد ساتي"

په دغه کانفرنس کې د نېټو د غړي هېوادونو ترڅنګ د ۵۰ ملکونو استازو ګډون کو.

د جرمني د غونډې نه وړاندې امريکا او جرمني دواړو يوکرېن ته د ټېنکونو د استولو په لاره خاموشه وو،

د دفاع وزير آسټن زياته کړه، امريکا به د يوکرېن د خپلواکۍ ملاتړ جاري ساتي،

د يوکرېن صدر ذيلنڅکي د زيارت په ورځ په يو وېډيو پېغام کې ویلي‌ وو، د د وي ملک له به سختې فېصلې کول وي او دوي د امريکې لخوا د يو مضبوط پوځي ملاتړ په اړه هيله مند دي.

هرڅه که يوکرېن وايي‌ د ټېنکونو ملاتړ به ورسره په جنګ کې مرستې اوکړي خو روس د جمې په ورځ ويلي، د ټېنکونو رسد به په جنګ هېڅ اثر وا نه چوي،

د روس صدارتي ترجمان ډيمېتري پېسکوف په ماسکو کې خبريالانو ته ويلي،

"مونږه بيا بيا ويلي دغه د وسلو رسد به په جنګ کې هېڅ لوي بدلون را نه ولي، بلکه د يوکرېن او يوکرېني اولس د پاره به نورې مسلې جوړې کړي."

نوموړي ويلي غربي نړۍ به پخپلو دغه خوبونو ستومانه شي چې ګنې يوکرېن به دغه جنګ اوګټي.

امريکا تېره ورځ يوکرېن سره د ټېنکونو نه علاوه نور د ۲.۵ اربه ډالرو پوځي مرستې اعلان کړي چې ورسره په تېر يو کال کې امريکايي‌مرستې ۲۷ اربه ډالرو ته رسېدلې دي.