د یوکرېن پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د روس د ۳۱ څخه يې ۲۰ هغه ډرونز راوغوځول چې تېره شپه يې په یوکرېن په حمله کې استعمال کړي وو.
د یوکرېن هوايي پوځ وویل روسي ډرونز په چرنېف، ډېنېپروپېټروسک، خارکیف او کیف علاقو کې راغورځول شوي دي.
د روس د دفاع وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو د یوکرېن پينځه ډرونز په ولګوګرېډ، ورونېژ او بېلګوروډ سیمو کې راغورځولې دي.
د بېلګوروډ ګورنر د سوشل میډیا په ټېلېګرام پاڼه وویل د یوکرېن په ډرون حمله کې ګڼ شمېر رهایشي عمارتونو او یو کور ته نقصان ورسېدلو خو څه جاني نقصان و نه شو.
د امریکې صدر جوبایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس د هغه حملې غندنه وکړه چې په کې د یوکرېن پوځ وویل روس ۱۰۶ ډرونز او ۷۸ مزایلې استعمال کړې وې.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
بایډن په یو بیان کې وویل د روسي حملې مقصد د ژمي په دې موسم کې د یوکرېن ولس دپاره بجلۍ منقطع کول وو. هغه زیاته کړه چې دا خبره واضحه کول غواړي چې د یوکرېن ولس په امن او امان کې د ژوند تېرولو حق لري.
بایډن وویل امریکې یوکرېن ته د سلګونو په شمېره کې د هوايي حملې دفاعي مزایلې ورکړي دي او نور مزایل په لاره دي. امریکايي صدر وویل د دفاع وزارت ته يې امر کړی چې یوکرېن ته د وسلو په ورکولو کې اضافه دوامدار وساتي.
د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي وویل روس د یوکرېن د توانای بنیادي سهولتونه ځکه په نخښه کړي دي چې یوکرېن په تیاره کې مبتلا کړي.
د روس د دفاع وزارت په یو بیان کې وویل د یوکرېن د توانای اهمه بنیادي اډاڼه يې ځکه په هدف کړې چې دا د یوکرېن د پوځ په ملاتړ کې استعمالېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي