د یوکرېن پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل هغه ۲۱ ډرونز يې راغورځولي دي چې روسي ځواکونو تېره شپه د یوکرېن په شمالي او مشرقي علاقو په حملو کې استعمال کړي وو.
د یوکرېن هوايي پوځ وویل روس په مجموعي توګه په یوکرېن د ۴۳ ډرونز حمله کړې وه.
د یوکرېني چارواکو په قول روسي ډرونز په چرنېهیف، ډېنېپروپېټروسک، دونېسک، خارکیف، اوډیسا او پالټوا سیمو کې راغورځول شوي دي.
د اوډیسا ګورنر اولې کيپر د سوشل میډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د ډرونز ملبې پينځو رهایشي ودانیو ته نقصان ورسوولو خو څوک زخمیان نه شوو.
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د خارکیف ګورنر اولی سېانیهوبو د روسي ډرون په حمله کې په یوه ودانۍ اور ولګېدو او یو ډرون د یوې لوی لارې یا هاوی سره نږدې وغورځېدو خو څه جاني نقصان نه دی شوی.
د روس د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د روس او او یوکرېن په سرحد په بېلګوروډ سیمه کې يې د یوکرېن د یو ډرون لاره ونیوله.
د روس په کرسک سیمه کې مقامي چارواکو وویل د ګل، دوشنبې، په ورځ روسي ځواکونو د یوکرېن یو مزایل راوغورځولو.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات روېټرز خبري ادارې مهیا کړي دي