اوکرایني چارواکي: روس په اوډیسا علاقه کې د بندر په اسانتیاو هوايي حمله کړې

د اګست په ۱۴ نېټه په اوډیسا کې په یو سوپر مارکېټ هم حمله شوې وه

د اګست په ۱۴ نېټه په اوډیسا کې په یو سوپر مارکېټ هم حمله شوې وه

د اوکراین چارواکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل روسي ځواکونو تیره شپه په اوډیسا کې د بندر په سهولتونو هوايي حمله کړې ده.

د مقامي چارواکو په وېنا په ډېنوب دریاب بندر حمله کې ډرون جهازونه استعمال شوي وو.

د سیمې ګورنر اولې کېپر د پېغام رسانۍ په وېب پاڼه ټېلېګرام وویل چې د روس په حمله کې په بندر د جهاز رانۍ او د مصنوعاتو د جوړولو اسانتیاوې په هدف شوې وې خو د غلي ذخیره کولو ودانۍ محفوظ پاتې شوي دي.

کېپر وویل ملکي کسانو ته څه نقصان نه دی رسېدلی.

د اوکراین پوځ وویل تېره شپه روس په اوکراین د ۲۰ ډرون جهازونو حمله وکړه چې نهه ډرون په کې په اوډیسا سیمه کې او دوه نور په ژاپوریژیا علاقه کې د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونو تباه کړل.

هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ روسي چارواکو وویل د اوکراین په ډرون حمله کې د روس په بېلګوروډ درې کسان ووژل شوو. دغه علاقه د دواړو ملکونو په سرحد پرته ده.

روسي چارواکو دا هم وویل چې د اوکراین یو ډرون روسي ځواکونو په ماسکو کې راوغورځولو چې د غورځېدو په مهال یوې ودانۍ سره ټکر شو.

د ماسکو مېیر یا ښاروال سرګی سوبیانېن وویل اوکرایني ډرو زیرتعمیر ودانۍ سره ټکر شوی او څه جاني نقصان يې نه دی کړی.

د روسي چارواکو په قول دوه نور اوکرایني ډرون د ماسکو په موزایسک او خیمکي سیمو کې هم راغورځول شوي دي.
د اوکراین د ډورن له امله د ماسکو په هوايي اډو عملیات ځنډول شوي وو. په تېره څه موده کې اوکراین د ماسکو ښار څو ځله په هدف کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي