د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونه وایي د اوکراین په اتو سیمو کې یې د روس په ور ویشتل شویو 52 ډرون الوتکو کې 24 بېګا شپه ویشتلې او را غورځولې دي.
بل لور ته د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د هېواد د هوایي ځواکونو کمانډر له دندې ګوښه کړی دی.
زلنسکي دا پرېکړه د هغې پېښې په نتیجه کې کړې چې په امریکا کې جوړه شوې یوه ایف شپاړس الوتکه د روس د میزایلو او ډرون الوتکو د بریدونو ناکامه کولو پرمهال غورځېدلې او پایلټ یې مړ شوی دی.
زلنسکي ویلي ده د میکولا اولیشچوک د برطرفۍ پرېکړه د اوکراین د پوځ د مشرتابه د پیاوړتیا لپاره وکړه. اولیشچوک د 2021م کال له اګست میاشتې راهیسې د اوکراین د هوایي ځواکونو کمانډر وو.
د اوکراین هوایي دفاع د ټیلیګرام له لارې په یوه بیان کې ویلي، 25 شاهد ډرون په خپله لوېدلې دي او درې نورې یې د روس او بېلاروس په لور الوتلې دي.
په دغو بریدونو کې د چا د مرګ ژوبلې اوښتو او یا بل کوم لوی زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
اوکراین د روس د ډرون الوتکو او میزایلو د پرله پسې بریدونو د ناکامه کولو لپاره الیکټرانک جګړه کوي او له دې سره سره له موبایل هنټینګ یا ښکاري ګروپونو او د الوتکو له دفاع کار اخلي.
په اوکراین کې د شپې په اوږدو کې د روس د ډرون الوتکو د بریدونو په مهال د هوایي خبرتیا ګنټۍ څو ځله کړنګول شوې چې له کبله یې ډېرو خلکو د شپې په نیمایي کې خوندي ځایونو ته پناه وړې ده.
په سر ښار کیف کې هم د ډرون بریدونو په اړه خبرداري شاوخوا څلور ګنټې دوام کړی او د چارواکو په وینا دا په دې اوونۍ کې پر دې ښار باندې څلورم ډرون برید وو.
د کیف ښار چارواکو وویل، ټولې هغه ډرون الوتکې چې ښار یې په نخښه کړی وو را غورځول شوې او د کوم لوی زیان رپوټ نه دی ورکړل شوی.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسي ځواکونو د برید پر مهال پینځه میزایل هم ور ویشتلي دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
بل لور ته د جمعې په ورځ ناوخته د روس په جنوب لوېدیځ بلګورود ښار کې د اوکراین په برید کې پینځه تنه وژل شوي او 46 نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي د اوو ماشومانو په ګډون 37 تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
روسي چارواکو دا هم ویلي چې د شنبې- خالي په ورځ د بیلګورود سیمې په سرحدي ښار شیبکینو کې د اوکراین د میزایلو په برید کې یوه ښځه ټپي شوې وه.
اوکراین په وروستیو میاشتو کې پر بیلګورد او د روس پر نورو سرحدي سیمو پرله پسې بریدونه کړي دي.
اوکراین او روس وايي دوی په قصدي توګه په هغه جګړه کې ملکي وګړي نه په نخښه کوي چې د 2022 کال په فرورۍ کې روس د "یرغل" لپاره خپل کوچني ګاونډي ته په زرګونو پوځیان واستول.