ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو اندېښنه ښکاره کړې درې کاله وشول طالبانو د نجونو اعلی تعلیم منع کړی

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې درې کاله پوره شول چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتل شوي او د افغانانو په ګډون ایمنیسټي انټرنېشنل، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار ټولنې په دې اړه اندېښنه ښکاره کړې چې په میلینونو نجونې له تعلیمه محرومه ساتل شوې دي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د ستمبر پر 18مه په یو بیان کې ویلي، که څه هم طالبانو د نجونو د تعلیم معطله کول یوه لنډمهاله مسله ګڼلې، خو وایي له تېرو درو کلونو راهیسې په افغاسنتان کې تر یو میلین زیاتې نجونې سکولونو ته له تللو محرومې شوې دي.

د بخښنې د نړیوال تنظیم یا ایمنیسټي ویلي، د طالبانو حکومت اوس مهال د نجونو پر تعلیم دغه "ظالمانه بندیز" یوه کورنۍ مسله یادوي او وایي نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار واچوي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري.

طالبانو د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ورپسې ستمبر میاشتې پر 17مه د افغانو نجونو تر شپږم ټولګي پورته سکولونه د نامعلوم سبب له کبله تر «امر ثاني» پورې بند کړل او د هغه نن د ستمبر پر 16مه نېټه 1098 ورځې پوره شوې.

د طالبانو د نجونو له ثانوي تعلیم وروسته د 2022م کال په دسمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو تعلیم وځنډاوه او له هغه راهیسې نن 639 ورځې وشوې خو لا هم طالبانو د نجونو اعلی تعلیم ته بیرته اجازه نه ده ورکړې.

د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د نوبل د امن جایزه ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم په یو ویډیو پیغام کې ویلي، افغانستان یوه بله "توره کلیزه" لمانځي، چې په تېرو درو کلونو کې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته سکولونو ته د جینکو د تګ مخه نیولې ده:

"دا د دوی [طالبانو د ظالمانه او ښځ-دوښمنه کمپېن یوه برخه ده چې ښځې او نجونې له کار، تعلیم او په عام ژوند کې له ګډونه بې برخې کوي".

ملګري ملتونه وايي افغانستان په نړۍ کې یواځینی ملک دی چې چارواکو یې په رسمي توګه له لومړۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زدکړو بندیز لګولی دی. طالبانو په تېرو درو کلونو کې د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو باوجود پرله پسې د نجونو پر اعلی تعلیم بندیز ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې «یونیسف» هم په یو بیان کې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز پر دوام اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې له شپږمه فارغه 38,000 نجونې پر مخ تعلیم نه شي کولای.

د یونیسف د معلوماتو له مخې په افغانستان کې له دغو نویو فارغه شویو نجونو سره سره تقریباً یونیم میلین نورې نجونې هم له زدکړو محرومې شوې دي او هغوی په دغو درو کلنو کې د طالبانو فرمانونو اغېزمنې کړې دي:

"یونسیف به اوس مهال په افغانستان کې په لومړنیو ښوونځیو کې په زدکړو د بوختو 2.3 میلینه نجونو د ملاتړ لپاره له خپلو هڅو لاس وانخلي".

طالبانو بیا بیا ویلي نجونو ته د شریعت مطابق د درسي نصاب او مناسب تعلیمي چاپیریال د برابرولو لپاره کار کوي، خو د نجونو د تعلیم د ملاتړ فعالان وايي طالبان په دې کې ناکامه شوي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته عملي بڼه ورکړي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، که څه هم د طالبانو له خوا په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر تعلیم بندیز په نړیواله کچه د بحثونو سبب شوی، خو حکومتونه او نړیوالې ادارې په دې پاته راغلې چې تر اوسه ددغه بندیز د لرې کولو لپاره یو معنالرونکی اقدام وکړي.

ایچ آر ډبلیو د ستمبر پر 17مه په یو رپوټ کې ویلي چې طالبان له زدکړو د نجونو په محرومولو سره په منظم ډول د ښځو پر حقونو بریدونه کوي او په اوږده مهال کې د افغانستان تعلیمي بهیر او خلکو ته زیان رسوي:

"له شپږم ټولګي پورته ټولګیو کې نجونې له زدکړو بندول د ښځو د ځپلو یو برید دی چې د افغانستان په تعلیمي نظام کې د جنسیت پر بنسټ نابرابري منظمه کوي."

د بشري حقونو د څار ادارې څېړونکې سحر فطرت په دې رپوټ کې ویلي، دغه بندیز د افغانانو د ژوند پر ټولو برخو اغېزه کړې، چې وایي په "وحشتناک ډول" به په ټولنیز، پرمختیایي او اقتصادي برخو کې د هیواد د راتلونکې لپاره نتیجې ولري.

په رپوټ کې ویل شوي دا زیان د هرې ورځې په تېرېدو سره په زیاتېدو دی، چې پر نجونو د زدکړو د بندیز دوام به افغانستان ته زیان ورسوي او د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو، ښځینه استادانو او د ژوند په مختلفو برخو کې د مسلکي ښځینه کېډرونو د زیاتې ستونځې سره مخ کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې ویلي طالبان باید سمدستي د نجونو پر اعلی تعلیم خپل خپل "ځپونکی بندیز" پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته د زدکړو خوندي چاپیریال برابر کړي، خو د طالبانو حکومت د نجونو د لوړو زدکړو د معطله کولو پر درې کلنۍ هیڅ نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د نړیوال قانوني حیثیت ترلاسه کولو لپاره باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی ولري او د القاعد ې په ګډون له بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.