افغان سفارتکار متحده قومونو په عراق کې خپل خصوصي نماینده وګمارلو

په عراق کې د متحده قامونو د استازي په حېث د ګمارل کېدو نه وړاندې اسحاق زی په دغه اداره کې د افغانستان د پخواني حکومت مستقل نماینده و

د متحده قومونو دپاره د افغانستان پخوانی استازی غلام محمد اسحاق زی ادارې په عراق کې خپل خصوصي نایب نماینده وګمارلو.

په نیویارک کې د متحده قومونو مرکزي دفتر په یو بیان کې وویل د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ د ښاغلي اسحاق زي د ګمارل کېدو اعلان وکړو او ويې وېل هغه به عراق دپاره د ملګرو ملتونو په دفتر کې خصوصي نایب نماینده وي.

په عراق کې د نمایندګۍ ترڅنګ، ګوټېرېس وویل اسحاق زی به د متحده قومونو بشري رابطه کار یا هیومېنېټېرین کوارډينېټر هم وي.

تېر کال په افغانستان د واکمنېدو نه پس په متحده قومونو کې د خپل استازي په توګه طالبانو په قطر کې د خپل دفتر ترجمان سهیل شاهین نامزد کړی دی خو ملګرو ملتونو ورته منظوري نه ده ورکړې.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ترجمان سهېل شاهین

په عراق کې د متحده قامونو د استازي په حېث د ګمارل کېدو نه وړاندې اسحاق زی په دغه اداره کې د افغانستان د پخواني حکومت مستقل نماینده و.

د اسحاق زي د ګمارل کېدو په اړه د متحده قومونو په بیان کې وېل شوي چې هغه د بشري مرستې، پرمختګ، بیارغونې او د امن او د مخنیوي په برخو کې د سفارتکارۍ ۲۸ کاله تجربه لري او په موجوده وخت کې په اردن کې موقتي بشري رابطه کار دی.

اسحاق زي په ازربایجان، کوریا، افغانستان، شام، یمن او عراق کې هم د ملګرو ملتونو دپاره خدمات ترسره کړي دي.
اقوام متحده په خپل بیان کې وویل اسحاق زی انګرېزي، عربي، پښتو، فارسي او اردو ژبې وېلی شي.