د ملگرو ملتونو مشر وايي په نړۍ کې د انساني حقونو سرغړونو اندېښمن کړی دی

د نهې، سه شنبې، په ورځ په چيلی هېواد کې چارواکو په مظاهره چيانو اوښکې بهيونکي ګېس او د اوبو توپې وکارولې

په داسې حال کې چې دنیا د بشري حقونو 71 کلیزه ورځ ولمانځله، د ملګرو ملتونو مشر یا جنرل سيکټري اېنتهونيو ګټېرس ویلي په نړۍد انساني حقونو په روانو سرغړونو اندېښمن دی.

ښاغلي گټېرس وویل "په نړۍ کې په يو منظمه ډول د بشري حقونو سرغړونې زياتېږي، بې انصافي خوريږي اوپه اولسي کچه په باثونو کې د کرکې ډکې وېنا ګانې زياتېږي."

د ملگرو ملتونو مشر د نړۍ د تودوخي ذکر هم وکړ او ویې وېل "د موسمي بدلون او په نړۍ کې د روانو جنګونو د لاسه په لکونو خلک د ژوند د بنيادي حقونو نه بې برخې کړي دي."

د ملگرو ملتونو مشر د انساني حقونو په خپل تشویش په داسې حال کې څرگند کړی چې په دنيا کې په يو شمېر ملکونو کې د احتجاجونو لړۍ توده ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په چيلی هېواد کې چارواکو په مظاهره چيانو اوښکې بهيونکي ګېس او د اوبو توپې وکارولې.

د چيلی صدر سېبسټين پېنېرا د مظاهرو په ترڅ کې په ولس غږ وکړو چې په هیواد کې د بډو رشوتونو مخه ونیسي او باید د ملک هر شهري د باعزته ژوند موقع ترلاسه کړي.

د نړۍ په بله برخه، په فلپاین کې هم، په زرګونو خلکو د صدر راډريګو ګوډاګي وسوزول. د نشۍ توکو د غیر قانوني کاروبار په ضد د صدر راډريږو لخوا د تشدد ډکو عملياتو کې تراوسه د فلپاېن په زرګونو خلک وژل شوي دي.

راول مېنول په فلپاېن کې د طالبعلمانو د ملي سازمان غړی دی، وايي،

" مونږه دا نه شو زغملی چې اولس دې د بنيادي حقونو نه بې برخې کړی شي او د بشري حقونو سرغړونې او مرګ ژوبلې دې هم دغسې روانې وي ځکه چې دغه ټولنه به مونږه خپل راتلونکي کول ته سپارو."

هم دغه ډول په انډونيشيا کې هم په زرګونو خلکو په پايتخت جکارته کې د امريکا د سفارتخانې مخې د مذهب او خيال د آزادۍ په حق کې مظاهرې وکړې.

په دغه مظاهره کې شامل ساتريو ډيماس وايي، "د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په ياد کې مونږه دلته راټول شوي يو چې نړۍ ته اوښايو چې د انډونيشيا حکومت خپل اولس ته جمهوري او بشري حقونه نه دي ورکړي".

د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري ګټرېس د نهې په ورځ په هغه ملکونو ټکونه وکړل چرته چې د هغه په وینا د بشري حقونو په غوښتونکو تشدد کېږي. په عېن حال کې د امريکا خارجه وزير ماېک پامپېيو په چين، ايران، شام او وېنزوېلا د بشري حقونو د سرغړونکو هېوادونو ټاپه وهله، خو شمالي کوريا يې پکې ياده نه کړه چرته چې تر ټولو زيات د بشري حقونو سرغړونې رپورټ کېږي.
ښاغلي ګټېرس وویل ځوانان د نړۍ مستقبل دی او پکار ده چې د دوی احتجاجونو ته غوږ ونیول شي. "د ځوانانو احتجاج په ځای دی چې غواړي حکومت دې د دوی عزت وکړي او د دوی خبره دې واوري، د دوی آواز اورېدل د دوي بنيادي حق دی".

سږ کال د بشري حقونو د ورځ د لمانځلو بنيادي نعره يا تهيم 'د بشري حقونو لپاره د ځوانانو را پاسېدل' و. او د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري د بشري حقونو او موسمي بدلون د مخنيوي په لړ کې د ځوانانو هلې ځلې وستايلې.