د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو یو ستر ډپلومیټ یا سفیر د نهې یا سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړی د سرښار ټریپولی د کنټرول لپاره پېل شوې جګړې دغه هیواد خانه جنګۍ ته نژدی کړی.
د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو استازي غسان سلامي د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته ویلي ٫٫ لیبیا په مکمله توګه خانه جنګۍ ته ورروانه ده. چې ورسره دغه هیواد په مکمله توګه تقسیمیدی هم شي.٬٬
نوموړي ویلي تر دې دمه شوي تاوان بیرته راګرځولو کې به لا هم کلونه لږي خو په شرط د دې که چرې دغلته روانه جګړه دا اوس ختمه شي.
په لیبیا کې د اپریل د میاشتې ۴مې نېټې نه تازه جګړه هغه مهال شورو شوې کله چې جنرال خلیفه هفتار چې د لیبیا په شرقي سیمه کنټرول لري، خپل جنګیالي د سرښار ټریپولي کنټرول ترلاسه کولو لپاره روان کړل.
په سرښار کې دا مهال د ملګرو ملتونو لخوا منل شوي وزیراعظم فیاض السیراج حکومت دی. ملګرو ملتونو لخوا د روژې په میاشت کې په لیبیا کې د ډزبندۍ هڅې هم ناکامه شوي دي.
د ملګرو ملتونو استاذي ویلي تر دې دمه په دغه جګړه کې ۴۶۰ تنه وژل شوي چې پکې ۲۹ عام خلک دي. ۲۴۰۰ تنه ژوبل شوي چې زیات تره عام بې ګناه خلک دي.
د غسام سلامی تر مخه د اپریل د میاشتې راپه دیخوا پېل شوي جګړې د لاسه د ټریپولي ښار نژدې ۷۵ زره خلک په زوره په خپلو کورونو پريښودو مجبوره شوي.
د نوموړي په وینا په دغه جګړه کې تر یو لک پورې خلک د جګړې په لومړۍ کرښه اېنښتي دي او نور څلور لکه د روانې لانجې د لاسه نېغ په نېغه اغیزمن شوي.
نوموړي د روانې جګړې په دواړه ډلو تور لګولی چې په لیبیا کې د وسلو د کارولو نړیوال بندیز سرغړونه يې کړې. نوموړي زیاته کړې یو شمیر هیوادونه په لیبیا کې جنګیدونکي ډلو له بې دریغه وسلې ورکوي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د روانې جګړې د لاسه پیدا شوي خلا نه یو شمیر نړیوالې ترهګرې ډلې ګټه پورته کوي.
د لیبیا لپاره د ملګرو ملتونو دغه استازي خبرداری ورکړی چې د جنرال حفتار لخوا پېل شوي عملیاتو وروسته د لیبیا په یو شمیر برخو کې د داعش یا خودسره اسلامي ریاست تور بیرغونه لیدل شوي، د ډلې لخوا څلور بریدونه شوي چې پکې ۱۷ کسان وژل شوي هم دي. د نوموړي په وینا د پېسو لپاره خلکو په تښتولو یا برامته کولو کې هم زیاتوالی راغلی.