ملگرو ملتونو پاکستان کې خپل کارونه د غیر یقېني حالاتو په وجه ځنډولې دي

ملگرو ملتونو پاکستان کښې خپل کارونه تر د نا معلومه مودې پورې ځنډولي دي او خپلې عملې او کارکونکو ته یې امر کړی دی د نوي امر پورې دې د یو ښار نه بل ښار ته د ادارې د کارونو په غرض او د شخصي ضرورتونو لپاره د سفر نه ډډه اوکړي.

په یوه هدایات نامه کښې ملگرو ملتونو خپل کارکونکي په پاکستان کښې دننه د غېر ضروري هوايي سفر نه هم منع کړې دي.

په هدایت نامه کې خبرداری شوی چې پاکستان کښې امنیتي حالات په تندۍ سره بدلېږي اوملگري ملتونه غواړي د خپلې عملې او ددوي د ماتحتانو تحفظ یقیني کړي. بیان زیاتوي دعملې یو غړی هم بغیر د اجازت سفر نه شي کولی.

ملگرو ملتونو خپلې عملې ته تر د ېوې هفتې پورې د خوراک څښاک د شیانو سټاک کولو هم هدایت ورکړی شوی دی.

په هدایات نامه کښې ویل شوي دي چې راولپنډی، لاهور، فېصل اباد او د پنجاب په اکثرو سیمو او په کراچی کښې امنیتي حالات ښه نه دي او ممکنه ده د ربیع الاول ١٢ مې یا د دسمبر د اولنۍ نېټې پورې او یا ددې نه وروسته د تشدد پښې رامنځته شي. په دې وجه دې کارکونکي بېداراو ویخ اوسي.

د ملگرو ملتونو په هدایات نامه کښې خېبر پښتونخوا، بلوچستان او گلگت بلتستان سېمې د پنجاب په پرتله پرامنه ښودل شوي دي.

د تحریک یا لبیک مذهبي ډلې فعالین د درېو هفتو راهسې په سرښار اسلام اباد او په ټول هېواد کښې د سوېلین حکومت په ضد احتجانو کوي او د توهین رسالت په قانون کښې په مشکوک توگه د بدلونونو د هڅو په سر د قانون وفاقي وزیر زاهد حامد نه د استعفا غوښتنې کوي. حکومت دريځ لري چې د آئني ترمیم دلارې ټول شکونه او کمزوری لرې کړی شوي دي او د مذهبي فعالینو احتجاجونه بې ځایه دي.